یاد ولایت کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ جګړه کې ۱۶ طالبان وژل شوي دي .
د کونړ غازي اباد ولسوالۍ پر امنیتي پوستو نن سهار وختي وسله والو طالبانو ډلیز بریدونه کړي چې تر اوسه پکې ۱۶ تنه طالب جنګیالي وژل شوي او ۷ کسه نور ټپیان دي .
دکو امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان انعکاس ته په خبرو کې ویلي دغازي اباد ولسوالۍ اړوند کڼه سیر،شین ژوب او نورو سیمو کې لاهم د افغان امنیتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده ،نوموړی وایي د وژل شویو طالبانو جسدونه دجګړې په سیمه کې پاتې دي.
د دهقان په خبره پدغه نښته کې دوه تنه پولیس هم برسیرن ټپیان شوي دي .
بل لورته دغازي اباد ولسوالۍ او سیدونکي د نوم د نه ښودلو په شرط انعکاس ته ویلي لاهم ددغې ولسوالۍ په ګڼو حکومتي پوستو جګړه روانه ده ،د ځایي اوسیدونکو په وینا په جګړه یوه میرمن هم ټپي شوې؛ خو د نورو تلفاتو په اړه معلومات نشته.
وسله والو طالبانو تراوسه دیادو نښتو او تلفاتو په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي .