کويټه ښار کې چاودنې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

بېګاه شپه د جنوبي پښتونخواه کویټې ښار په سرینا هوټل کې چاودنې څلور تنه وژلي او ۱۲ کسان یې ټپیان کړي دي.
د راپورونو له مخې چاودنه د موټرو په تم ځای کې په یوه موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې، چې یو شمېر موټر سوځېدلي هم دي. د چاودنې مسولیت پاکستاني طالبان منلی او ویلي يې دې چې چاودنه کې ګڼ شمیر پاکستاني پولیس وژل شوي دي.