کوټه کې تیر ماښام د اتو بجو په شاوخوا کې د کوټې ښار په منځ کې د پاکستاني پوځ پر يوه لارۍ هغه وخت زوروره چاودنه وشوه چې ګڼ شمېر سرتېري يې را اخيستي وو او له ايوب سټېډيم څخه د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت له جوړ شوي جشنه را روانه وه.
چاودنه پر «پښين سټاپ» نومې د بسونو پر تم ځاى وشوه چې په لږ فاصلې سره د ملېشه ځواکونو عمومي قرارګاه، د حقوقو يا قانون پوهنځى، د پاکستان د دولتي ټلويزیون مرکز او د بلوچستان اسمبلۍ ودانۍ هم موجود دي.
چاودنه دومره زوروره وه چې غږ يې په ښار کې تر لېرې- لېرې پورې واورېدل شو او په ور څېرمه سيمو کې يې د ودانيو ښيښې ماتې کړې او په دېوالونو کې يې درزونه پيدا کړل.
تر چاودنې وروسته د پېښې په ځاى کې اور هم ولګېد چې ګڼ شمېر موټر او دوکانونه يې وسوځول.
دکوټې پوليس وايي، دا ځانوژونکى بريد وو چې هدف يې د پوځي سرتېرو لارۍ وه.
دوی وايي، په چاودنه کې شاوخوا ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بلوچستان د کورنيو چارو ايالتي وزير مير سرفراز بګټى
د بلوچستان د کورنيو چارو ايالتي وزير مير سرفراز بګټى د چاودنه د تلفاتو په اړه وايي:
“۱۵ کسان په کې وژل شوي او شاوخوا ۳۰ په کې ټپيان شوي دي، دم ګړۍ موږ د تلفاتو همدغه شمېر تائيدولاى شو، خو کېداى شي چې د مړيو شمېر نور هم زيات شي. دا ځانوژونکى بريد هم کېداى شي او ځاى پر ځاى شوى بم هم کېداى شي، خو هدف يې پوځي سرتېري وو او د هغوى پر لارۍ بريد شوى دى. ”
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګه وايي، په وژل شويو کسانو کې اته پوځي سرتېري او اووه عام خلک دي او په شاوخوا ۳۰ ټپيانو کې هم لس پوځي سرتېري دي چې د درملنې لپاره د کوټې ملکي روغتون او نظامي روغتون ته يووړل شول.
د روغتون سرچينې وايي، په ټپيانو کې هم د ځينو حالت مرګونى دى او امکان شته چې د مړيو شمېر زيات شي.
پوليس وايي، بريد يوه ځانوژونکي د موټرسايکل په وسيله کړى دى.
د بم شنډوونکې ډلې کسان وايي، په چاودنه کې له ۲۰ تر ۲۵ کيلوګرامه پورې چاودېدونکي مواد کارول شوي دي.
دا چاودنه په داسې حال کې وشوه چې د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په راتګ سره په ښار کې کلک امنيت نيول شوى وو.