کوچني اصول، سترې پایلې په زړه پوري لارښوونې

۱ – که غواړئ، چې ذهني بوج مو کم او د ارامۍ احساس وکړئ، هره ورځ له ۱۰-۳۰ دقیقو پلی مزل وکړئ او پر شونډو مو موسکا ولرئ.

۲ – هره ورځ یوازې د لسو دقیقو د پاره یو ارام ځای کې کښېنئ.

۳ – هېڅ‌څکله مو د خوب وخت پر فلم/تلوېزېوني پروګرام مه ضایع کوئ، که ډېر اړین پروګرام وو، تکرار يې د ورځې وګورئ.

۴ – هر سهار له خوبه پاڅېدو سره سم، د ورځې پر پلان متمرکز اوسئ!

۵ – د تېر کال په پرتله ډېر کتابونه د مطالعې له‌پاره وټاکئ!

۶ – هره ورځ د عبادت/دعا له‌پاره وخت وټاکئ.

۷ – له ۶۰ کالو لوړ او د ۷ کالو ټيټ عمرو سره کېنئ، ډېر څه به ترې زده کړئ.

۸ – له خوب څخه د پاڅېدا وروسته خپل خوبونه تعبیر کړئ!

۹ – هره هغه سبزي او مېوه چې ستاسې خوښېږي، کوښښ وکړئ، ډېره ګټه ترې پورته کړئ.

۱۰ – شین چای، ډېر اوبه، بادام او قهوه مو به غذايي رژیم کې داخل کړئ!

۱۱ – کوښښ وکړئ، هره ورځ د درې کسو پر شونډو د خندا سبب شئ.

۱۲ – کور/خونه، دفتر او موټر مو هره ورځ منظم کړئ.

۱۳ – پر ځای د دې چې ورځنۍ انرژي مو پر اوازو، منفي خبرو/فکرونو او ماضي ولګوئ، ښه به وي، چې پر «حال» متمرکز شئ او مثبت فکر وکړئ.

۱۴ – هره ورځ ژوند مو د ښوونځي یو ټولګی وګڼئ، کوښښ وکړئ، چې تش لاس بېرته کور ته ستانه نه‌شئ!

۱۵ – سهارنۍ مو ښه پیاوړې، غرمنۍ مو په منځنۍ ډول ښه او ماښامنۍ مو کمزورې ترسره کړئ.

۱۶ – ځان ډېر جدي مه نيسئ، کوم کار چې تاسې نه‌شئ کولای، ډېر نور يې هم نه‌شي کړای.

۱۷ – اړینه نه‌ده، چې پر هر بحث کې تاسې ګټونکي شئ، د نظرونو توپیر ته باید ژمن اوسئ.

۱۸ – له خپل «ماضي» سره د «حال» د ښه‌والي په‌خاطر سوله وکړئ.

۱۹ – خپل ژوند هېڅ‌کله د نورو سره مه پرتله کوئ!

۲۰ – هېڅ‌څوک ستاسې د خوښئ او خپګان ذمه‌وار نه دی، د دې هر څه مسوول تاسې خپله یاست.

۲۱ – هره سخته چې درباندې راغله، دا فکر وکړئ، چې ۵کاله وروسته به دا سخته وی که‌نه؟ که ځواب مو «نه» وي، زړه ورته مه‌خورئ.

۲۲ – هڅه باید وکړو، چې ټول وبښو.

۲۳ – هغوی چې ستا په اړه فکر کوي، تا پورې اړه نه‌لري.

۲۴ – مه وارخطا کېږئ، حالت که ښه وي او که بد، تېرېږي.

۲۵ – د ناروغۍ او سختې پر مهال، ستاسې کارونه/دنده نور تر سره کوي، تاسې باید په کارونو نه، بلکې په اړیکو فکر وکړئ.

۲۶ – ستاسې د پاره تر ټولو ښه چانسونه پر لاره دي، تل يې په‌تمه اوسئ.

ژباړه: عبدالوافي نایبزی