کوچنۍ اورلګیت پلورونکې/ لنډه کیسه

لیکنه: هانز کریسټڼ انډرسن

ژباړه: م- ن ساپی

ډنمارکي لیکوال هانز کریسټن انډرسن [Hans Christian Anderson]  د اپریل په ۲مه د ډنمارک په اوډینس ښار کې زیږېدلی او د ۱۸۶۷ کال د اګست په دویمه د دغه هیواد په پلازمینه کوپنهاګن کې خاورو ته سپارل شوی. هانز تر ۱۶۰ زیاتې لنډې کیسې، ناولونه، شعري ټولګې او ډرامې لیکلي دي. د هغه د ښاپيریو کیسې زیات شهرت لري چې د نړۍ په کابو۱۲۰ ژبو ژباړل شوي دي.

د هانز لنډه کیسه ((کوچنۍ اورلګیت پلورنکې)) د لیکوال په زمانه کې د اروپايي ماشومانو د ژوند د هغه بد وضیعت او بېوزلۍ کیسه کوي چې زموږ ماشومان ورسره اوس هم مخامخ دي. د دې کیسې په اړه ویل کیږي چې که یوڅوک یې په دقت ولولي او یوه شیبه د کیسې د ماشومانو وضیعت ته فکر وکړي چې د یوې مړۍ ډوډۍ په پیدا کولو پسې لالهند ګرځي، نو حتماً به یې سترګې له اوښکو ډکې شي.

ژباړن

—————————————

د کال په وروستي ماښام هوا ډېره سړه وه. په شدت واوره اورېدله او د ماښام خړې ځان د تورتم په څادر کې رانغښته. په دغه سړه هوا او تیاره کې یوه بې وزله ماشومه لوڅې پښې او تور سر د ښار په کوڅو او واټونو کې ګرځېدله. ماشومه له کوره د مور په بوټانو کې راوتې وه، خو هغه یې په پښو دومره لوی وو چې کله یې د سرک نه د اوښتلو په وخت کې له دوو بګیو څخه منډه واخیسته، دواړه یې همالته له پښو ووتل. یو بوټ یې نادرکه شو او دویم ترې یوه هلکي وتښتاوه چې ماشومې ته یې په ملنډو وویل: کله چې زه واده وکړم او بچیان مې پیدا شي ستا د بوټ نه به ورله زانګو جوړه کړم.

د ماشومې د کرتۍ په جیبونو کې اورلګیتونه “اور دبلي” پراته وو او یوه قطعۍ یې په لاس کې نیولې وه. په ټوله ورځ کې ورنه چا یو اولګیت نه و اخیستی او نه هم چا د ثواب لپاره څه ورکړي وو. له ډېرې یخنۍ او لوږې لړځېدله او په ښایسته ویښتانو باندې یې د واورې پولۍ پرېوتلې.

م- ن ساپی

م- ن ساپی

ماشومې په کړکیو کې د ګروپونو رڼاګانې لیدلې او د سره کړو چرګانو خوږ بوی ته یې خولې اوبه کولې. هغه پوهېدله چې سبا د نوي کال ورځ ده ځکه په هر کور کې سره کړي چرګان او کبابونه پاخه دي. له څو ساعته پرله پسې ګرځېدلو وروسته د دوو کورونو ترمنځ چې یو یې د سرک خواته نسبتاً زیات راوتلی و، په یوه کونج کې کېناستله. کور ته له دې ویرې نه تله چې اورلګیت یې نه دي پلورلي او په جیب کې ورسره یوه روپۍ نشته. هغه ویریدله چې که تش لاس کور ته لاړه شي پلار به یې ووهي. ځان سره یې وویل په کور کې هسې هم له دې ځایه ډېره یخني ده: د کور سر پناه مو یواځې د واورې او بارانه ساتي خو په دیوالونو کې لوی سوري او بې ښیښو کړکۍ هسې هم د یخې هوا مخه نه شي نیولی.

د ماشومې لاسونو له ډېرې یخنۍ درد کاوه. ځان سره یې وویل د اورلګیت تیلي ته به اور ورته کړم که نور نه یې ګوتې خو به مې لږې تودې شي. تیلي د کوچنۍ شمعې غوندې ښکلې او توده لمبه وکړه او ماشومې ورباندې وړې منګولې راتاو کړې، ویې ویل”څومره ښایسته رڼا! ” د تیلي رڼا ورته ډېره ښکلې ښکاره شوه لکه د تودې بخارۍ شاته چې ناسته وي او دومره خوند یې ورکړ چې پښې یې هم ور وړاندې کړې. خو د تیلي لمبه ناڅاپه مړه شوه؛ توده بخارۍ یې له سترګو پناه شوه او په ګوتو کې یې د سوځيدلي تیلي ایرې پاتې شوې.

ماشومې له اورلګیت نه زر بل تیلی راویسته، اور یې ورته کړ. دویم تیلي هم ښکلې لمبه وکړه. د تیلي د رڼا په هغه برخه کې چې په دیوال پرته وه ماشومې ته په کې د کوټې منځ مالومېده. په کوټه کې لوی میز پروت و. د میز په سپینه سر میزي باندې شانداره ماښامنۍ منظه شوې وه چې په منځ کې یې سور کړی چرګ ایښی و. جالبه دا وه چې چرګ سره له دې چې په ملا کې یې چړې او کاشوغ پنجې ټومبل شوې وې، د میز له سره یې راودنګل او په ټوپونو ټوپونو د ماشومې خواته ور روان شو. خو په دې کې د تیلي لمبه بیا مړه شوه، د ماشومې مخې ته یواځې نمجن سیمټي دیوال پاتې شو.

وروسته ماشومې بل تیلی ولګاوه. د تیلي لمبې سره یې مخې ته د “کرسمس” یوه ښکلې ونه راښکاره شوه. د ونې په څانګو پورې د ماشومانو د لوبو بې شمېره شیان خوړند وو او له هغې ونې څوچنده لویه وه چې ماشومې د یوه شتمن دوکاندار په کور کې لیدلې وه. د کرسمس په دغه ونه کې په زرګونو شمعې لګېدلې وې او له هماغسې رنګا رنګ عکسونو نه ډکه وه چې ماشومې به د دوکانونو په کړکیو کې لیدل. ماشومې چې د ونې څانګې ته لاس ور اوږد کړ، د تیلي لمبه بیا مړه شوه.

د کرسمس ونې رڼا ورو ورو مخ په بره ختله او بلاخره داسې شوه لکه ستوري. په دې کې ماشومې یو لکۍ داره ستوری ولیده چې په منډه تیر شو او شاته یې زیړ بښونې لمبه پرېښودله. ماشومي وویل: “لکه چې څوک مړ کیږي.” هغې دا خبره له خپلې نیا اورېدلې وه چې پخوا یې له نړۍ سترګې پټې کړې وې او له خپلې لمسۍ سره یې ډېره زیاته مینه کوله. نیا یې ورته ویلي وو: “کله چې په اسمان کې لکۍ داره ستوری تیریږي یوڅوک مري او روح یې اسمانونو ته پورته کیږي. “

ماشومې د اورلګیت له قطعۍ بل تیلی راویسته او اور یې ورته کړ. تیلي ګردچاپېره رڼا وکړه. په رڼا کې د ماشومې نیا راښکاره شوه چې د تل په شان مهربانه او مینه ناکه ښکارېدله. د نیا په لیدلو سره ماشومه ژړغونې شوه، ويې ویل:”انا جانې، خیر دی ما هم درسره بوځه! زه پوهیږم چې د تیلي د لمبې په ګل کیدلو سره ته هم رانه لکه د تودې بخارۍ، سره کړي چرګ او د کرسمس د ښکلې ونې په شان پناه کیږې.” هغې له دې ویرې چې نیا یې ترې لاړه نه شي، بسته اورلګیت ته اور ورته کړ. د اورلګیت لمبې داسې رڼا وکړه چې د اوړي له ورځې هم روښانه وه او د ماشومې نیا په دغه رڼا کې له پخوا ډېره ښکلې او نوراني مالومېدله. هغې خپله لمسۍ په غیږ کې کلکه ونیوله او دواړه د همیشنۍ رڼا پر لور په خوشالۍ سره له ځمکې والوتل—داسې ځای ته لاړل چې هلته نه یخني وه، نه لوږه او نه هم درد او غم.

سهار لمر خاته د دیوال کونج ته یوه ماشومه پرته وه چې خلک ترې راتاو شوي وو. د ماشومې رنګ سپین الوتی و. په شونډو یې مسکا خوره وه او دیوال ته یې تکی وهلې وه. هغه د تیر کال په وروستۍ شپه یخنۍ وهلې وه او اوس یې په بې روحه بدن باندې د نوي کال لمر ځلېده. د ماشومې په لاسونو کې د ایرو په لیدلو سره چا وویل: “فکر کوم چې خوارکۍ ډېر کوشش کړی چې ځان ګرم وساتي خو کار نه دی شوی.” خو په دې هیڅ څوک نه وو خبر چې هغې تیره شپه څومره ښکلي او په زړه پورې شیان لیدلي وو او د نوي کال په یخه ورځ خپلې نیا سره څومره ښکلو ځایونو کې ګرځېدلې وه.

د ژباړې نېټه: د ۲۰۱۶ میلادي کال د مارچ ۱۱ سمه

کابل