کيرالا کېنګز لوبډله د لومړي پړاو لس اوره کرکټ سیالیو اتله شوه

لس اوره کرېکټ لیګ سیالۍ،چې د ډیسمبر په ۱۴مه نیټه په شارجه لوبغالي کې پیل شوې وې د ډسمبر په ۱۷ نیټه د کیرالا کینګز لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

په دې سیالیو کې شپږ لوبډلو کېرالا کېنګز، بینګال ټایګرز، پښتون، پنجاب لجینډز، ټېم سریلانکا او ماراتا عربینز لوبډلو یو د بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړې،چې نیمه پای لوبو کې کېرالا کینګز لوبډله د مارتا عربینز لوبډلې ته په ماتې ورکولو او پنجاب لجینډز لوبډلې پښتون لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو پای لوبې ته لار وموندله.

پای لوبه کې کینګز لوبډلې پچه وګټله او پنجاب لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

پنجاب لوبډلې ټاکلو لس اورنو کې د درې لوبغاړو په سوزېدو سره ۱۲۰ منډې جوړې کړې،چې پکې لوکي رانچي ۷۰ او شعیب ملک ۲۶ د پام وړ منډې وکړې او کینګز لوبډلې ته یې د ۱۲۱ منډو هدف ورکړ.

کیرالا کینګز لوبډلې یاد د دوه لوبغاړو په زیان ۸ اورونو کې پوره کړ او د دې سیالیو اتلولي یې وګټله.

د کینګز لوبډلې لپاره مورګن او پاول سټېرلېنګ ښه توپ وهنه وکړه، مورګن ۶۳ او سټېرلینګ ۵۲ منډې وکړې.

دا د لس اوره کرکټ لیګ سیالیو لومړی پړاو وو،چې په متحده عربي اماراتو شارجه لوبغالي کې د نړۍ د مشهورو لوبغاړو په شتون ۶ افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل او نجیب الله ځدران د پښتون لوبډلې لپاره اضغر ستانکزی ماراتا عربینز ،دولت ځدران د پنجاب لېجنډز لوبډلې لپاره  مجیب ځدران او ظاهر خان د بېنګال ټایګرز لوبډلو لپاره پکې ولوبېدل.

نصرت الله عمرزی