د هندي سینما دا دوه پخواني عاشقان چې تازه يې د جاګاجاسوس فلم د خپریدو خبر ورکړل شوی، لا هم یو له بل مرور ښکاري.
کټرینه کیف او رنبیر کپور ګډ فلم جاګا جاسوس به د جولای په ۱۴ مه خپور شي.
د فلم د پروموشن پر مهال د کټرینه کیف څخه پوښتنه وشوه، چې ایا په راتلونکې کې هم پلان لري، چې د رنبیر سره ګډ فلم جوړ کړي؟!
کټرینه يې په ځواب کې وویل، چې د رنبیر سره په فلم کې کار کول سخت دی. او دې باور نه لري، چې په راتلونکې کې دده سره کوم فلم جوړ کړي.
رنبیر کپور د کټرینه ددې خبرو په ځواب کې چپ شو او کومه تبصره يې ونه کړه.
رنبیر کپور او کټرینه کیف یو د بل پخواني عاشقان وه، چې اوس يې اړیکې ښې نه دي.