کټرینه کیف ډیپیکا پاډوکون له صحنې وویسته

د بالیووډ د ګینګ خان شارخ خان راتلونکې فلم ته چې لا يې نوم او ډول نه دی په ډاګه شوی، د سینما څلور وتلې ښځینه څیرې په پام کې وې.

ډیپیکا پاډوکون، کټرینه کیف، انوشکا شرما او عالیه بټ هغه اداکارانې وې، چې له مینځه به يې دوه د شارخ خان سره په راتلونکې فلم کې د لوبیدو لپاره ټاکل شوې وې.

هندوستان ټایمز لیکي، چې د فلم لپاره د فلم ډاریکټر او مسؤلین په دوو نومونو – کټرینه کیف او انوشکا شرما – سلا شوي دي.

بلو پلو ځينې سرچینې وايي، چې اصلا د فلم لپاره ډیپیکا او کټرینه په پام کې وې؛ خو کټرینه کیف د فلم له ډاریکټر څخه غوښتنه کړې، چې ډیپیکا له فلم څخه وباسي.

سرچینه وړاندې لیکي، چې کټرینه کیف د ډیپیکا سره په ګډ فلم کې ارامه نه ده.

بل پلو کټرینه کیف دا خبرونه رد کړي او ویلي يې دي، چې دا پریکړه د ډاریکټر ده او دې په دې اړه د هیڅ فلم لارښود د انتخاب مشوره نه ورکوي.