کپیل شرما وايي، ډاکتر ګلاټي سره يې روغه شوې او ژر به بیرته خپرونې ته راشي

د بالیووډ کوميډين ستوری او د کپیل شرما ټلویزوني پروګرام چلوونکی کپیل شرما وايي، چې د سونیل ګرو (ډاکتر مشهور ګلاټي) سره يې په ټیلفون خبرې شوي او ددوې ترمینځ مسله حل او فصل شوې ده.

د کپیل شرما او ګلاټي ترمینځ لفظي شخړه (۹) میاشتې مخکې اسټرلیا ته د سفر پر مهال رامینځ ته شوې وه.

له هغې وروسته، ګلاټي د کپیل شرما ټلویزوني پروګرام، چې نوموړي پکې مخکښ رول درلوده، پریښود.

څه وخت وروسته کپیل شرما هم دا خپرونه ودروله او دلیل يې خپلې روغتیايي ستونزې یادې کړې.

اوس يې تازه مینوالو ته ښه خبر همدا دی، چې دا خپرونه به بیرته ژر دوې د پخوا په څير پیل کړي.

کپیل شرما چې د خپل نوي فلم (فرنګي) د ټریلر او پرموشن د غونډې پر مهال خبرې کولې، وویل:

((سونیل په کاناډا کې دی، او څومره ژر چې راستون شي، په ګډه به خپرونه پیل کړو.))

هغه تمه وښوده، چې د خپرونې نور همکاران به هم خپرونې ته راشي.

سونیل ګرور بیا په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.