ککړه هوا له جګړو او ناروغیو زیات خلک وژني

په دې وروستیو کې روغتیايي راپورونو څرگنده کړې چې نړۍ کې له وخت وړاندې د مړینې تر ټولو ستر لامل ککړه هوا ده چې  له جگړې او ناروغیو يي زیات خلک وژلي.

راپورونه ښيي چې یوازې ۲۰۱۵ کې د نړۍ په مختلفو برخو کې ۹۰ لکه انسانان د ککړې هوا له امله مړه شوي چې ډیری يي د وروسته پاتې او درېیمې نړۍ هېوادونو وگړي دي.

د دغو خپرو شوو شمېرو په بر بنسټ د ککړې هوا له امله د مړینې شمېر دومره زیات دی  که چېرې د جگړو، شخړو، تبې، ملریا او اېډز له امله د مړینې شمېر سره یو ځای شي بیا هم د ککړې هوا له امله د مړینې شمېر ته نه رسېږي.

د ککړې هوا له امله د مړینې شمېر د جگړو له امله مجموعي وژل شوو له شمېر څخه هم ۱۵ سلنه زیاته ده.

د لېنسټ روغتیايي او ساینسي جرېدې د راپور پر بنسټ ۲۰۱۵ کې د ککړې هوا له امله ۹۰ لکه انسانان وژل شوي چې دغه شمېر په نړۍ کې د مړینې ۱۶مه تر ټولو لوړه شمېره ده.

دغه راپور کې ککړه هوا د چاپېریال لپاره تر ټولو ستر گواښ او خطر گڼلو سره ویل شوي چې له ککړې هوا څخه اغېزمن شوو هېوادونو کې هرو څلورو مړینو څخه یو يي د ککړې هوا له امله رامنځ ته کېږي.

دغه شمېرې د لېنسټ د ککړې هوا اړوند کمیسیون له لوري د نړۍ په کچه د مختلفو هېوادونو معلوماتو څخه ووروسته خپره شوې.

دغه ټول شوي معلومات ښيي چې ټوله نړۍ کې د اوبو، فضا او خاورې ککړتیا په خطرناکه توگه له وخته وړاندې مړینې لامل گرځي.

خاوره، فضا او اوبو کې شته ککړتیا له امله خلک د فلج، زړه حملې، سږو سرطان او دې ته ورته نورو وژونکو ناروغیو اخته کېږي چې په پایله کې يي له وخت وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه راپور ښيي چې د هوا ککړتیا تر ټولو زیات گواښونکی او خطرناکه ده او په لوړه کچه د مړینې لامل گرځي.

نړۍ نیوز