ګلبدین حکمتیار وايي، طالب وسله وال دې د افغان ځواکونو په لیکو کې مدغم شي

نوموړي چې، کابل کې یې خپلو پلویانو ته د سولې په برخه کې د خپلې جوړې شوې طرحې په اړه وینا کوله، ویلي، د دې طرحې له مخې د افغانانو تر منځ باید په دې هوکړه وشي چې طالب وسله وال به د افغان ځواکونو لیکو کې شاملېږي.

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار، چې کابل کې یې د سولې په اړه د خپلې جوړې شوې طرحې په اړه وینا کوله ویلي، د سولې مذاکراتي پلاوی باید کوچنی وي، د بهرنیانو حضور دې په کې نه وي او په یو بې طرفه هېواد کې باید ترسره شي.

نوموړي د سولې له تړون وروسته د افغان پوځ په لیکو کې د طالب جنګیالیو پر ادغام هم ټینګار وکړ.

حکمتیار یو ځل بیا د یو داسې یو کلن موقت حکوت پر جوړلو ټینګا وکړ، چې  د مخالفو ډلو نظریات هم پکې په نظر کې ونیول شي او په وینا یې د دغه حکومت مشر او کابینه یې باید په ټاکنو کې ګډون ونه کړي او د کوم نوماند ملاتړی هم باید ونه اوسي.

حکمتیار د سولې په تړاو د خپل لوري د جوړې شوې طرحې اعلان په داسې مهال کوي، چې افغان حکومت تر دې وړاندې د سولې یوه اوه ماده ایزه طرحه جوړه کړې وه او دغه طرحه یې د سولې د راتګ لپاره یوه بشپړه تګلاره بللې وه.