د پښتو مشهوره سندرغاړې ګلپاڼه د پاکستان د حکومت له خوا لس ميليونه کلدارې تاواني شوې ده.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، پاکستاني حکومت تر څېړنو وروستو ومونده چې ګل پاڼه ميليونره ده او هره مياشت پرېمانه پيسې ګټي، خو حکومت ته ماليه نه ورکوي.
د سرچينو په برخه، پاکستاني حکومت په وار وار ګل پاڼې ته خبرداری ورکړی چې ماليه دې تحويل کړې، خو دې غوږ نه دی ورباندې ګرولی.
اوس تازه مکتوب چې ګل پاڼې ته لېږل شوی، په هغه کې ور ياده شوې ده چې بايد لس ميليونه کلدارې ماليه حکومت ته ورکړي، که نه موټر او کور به ځنې واخيستل شي او دا به زندان ته ولېږل شي.
تر اوسه ګلپاڼې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو که يې مينهوال ياست، نو دعاوې کوئ چې خدای ورباندې د پاکستان حکومت ړوند او کوڼ کړي.
سرخط