ګنډلې خوله

ليکوال: اکمل خوږياڼی

د حوت دولسمه وه، مازيګر وخت نېږدې وو، پرخه، پرخه باران داسې ورېده لکه د ګل پرمخ چې د سهار شنبم وريږي، د کوڅې بر سر کې له قريب الرحمن سره  ولاړ وم، دى مې خوږ ملګرى وو، د زړه د راز ملګرى مې وو، کله به چې په کور کې تنګ شوم، بيا به مې د قريب خوا نېولې وه، کېسې او ټوکې مو کولې، د ژوند پر ستونزو غږېدو، ګڼو ماشومانو زموږ ترڅنګ لوبې کولې کله به يو تر بله سره ونښتل، خو کينه يې نه کوله ژر به پخلا کېده، وړو هلکانو د کرکيټ لوبه کوله، نجونو د چينترو لوبه کوله، ماته يې خپل د ماشومتوب داور را په زړه کړ، هسې يې لږ خفه کړم او د تېر وخت ارمان مې وکړ، قريب ته مې کړه:

دا دنيا ژوند څومره په منډه روان دى، خپل ماشوموالى راته داسې يادېږي لکه اوسنى ساعت، پر همدې خبرو بوخت وو، چې يوه شپږ کلنه واړه ماشومه راغله، ژېړ طلاي ويښته يې پر اوږو خواره پرته وه، د باران څاڅکو يې پر نازک مخ نرۍ ليکې ايستلې وې، سره بخن بخملي کالي يې پر تن وه، خواږه او معصومه څېره رب ور په برخه کړې وه، څو شېبې مې ښه په زير، زير ورته وکتل، په زړه مې ښه ولګېده، هيله مې پيدا شوه، چې پوښتنې ترې وکړم، خواته ور لنډ شوم ومې ويل:

ــــ څه نومېږى؟

ــــ هېڅ ځواب يې را نه کړ.

ــــ بيا مې ويل: د چا لور يې، د کوم کور يې؟

بيا هم ګنډلې خوله ولاړه وه.

په څېره کې يې د يو ستر خفګان انځور څرګندېده

اندېښنه مې لاپسې ډېره شوه، ور لنډ شوم چې له لاسه يې ونېسم او بيا ترې وپوښتم.

زما له حرکت سره نجلۍ دماشومانو له منځه منډه واخېسته او مخامخ کوڅه يې پر ګامو کړه.

ناڅاپه قريب په اوږه لاس راکېښود، سر مې راپورته کړ، سترګې مې ور واړلولې.

قريب ويل دا ماشومه خبرې نشي کولاى، په ژبه ګونګې ده او د مور همدا يوه لور ده.

دې خبرو په زړه مات کړم، دبېرته را پاڅېدو توان يې رانه واخېست، سترګې مې ډکې شوې، سوړ اسويلى لکه د واورې باد تر خولې مې وخوت.

ترډېر غلى وم دخبرو توان راسره نه وو

تر شېبه ځنډ وروسته مې فکر کاوه، چې په دې لويه نړۍ کې رب څه ډول مخلوقات خلق کړي دي.

چاته يې ښايست ورکړى، ژبه يې ترې وړې او دا ځواک ورسره نشته چې دوه ټکې کلمه پرې و وايي چې مسلمان شي، ځينو ته يې مال ورکړى، زړونه يې ترې وړي دي، ړاندو ته يې د خبرو توان ورکړى خو نظر  يې ترې اخېستى، معيوب ته يې د خبرو توان  ورکړی خو د ګرځيدا خو د ګرځېدا ځواک ورسره نشته…

 

د الله(ج) له هر نعمته شکر ګذار اوسئ او پرته له کفره په هر حالت شکر ادا کړئ.