ګوره چې بیا خندا ونکړې– د زړه زخمونه مې پرون ګڼډلي دینه

حمیدالله فیضي

حالات داسې شوي چې د ښار په دروازه کې د بې وسۍ او ناپایه درد اوښکې تویېږي، هغه ځایونه چې مخکې به له ګڼې ګوڼې ډک ول اوس یوازې او یوازې دوه دری مایوسې څیرې او د بې وسۍ په غم اخته کسان تر سترګو ګېږي، چې خولي يې هم بندې او یو انسان له بل انسان څخه په څنګ تېریږي، د خلکو له خولې خندا ورکه شوې او ډیرۍ خلکو په سترګو کې یو درد لیدل کېږي. خلک په ډیره چوپتیا کې ژوند کوي، ژوند خپله نیمګړتیا ثابته کړې، حالات هم پيچلي شوي، آن ژوند خپله معنی له لاسه ورکړې، ټولنیز اصول له منځه تللي، مرګ خپله څېره ښکاره کړې او د مرګ ګواښ را بربنډ شوی دی.

ولې داسې وشول؟

آیا د خدای له خوا له پیدا شوي مخلوق سره د ځواکمنو او ابر قدرتونو له خوا زور زیاتی زیات شوی، آیا نور دغه انسانان د الله د بندګۍ، تابعیت او فرمانبردارۍ له حلقې وتلي، آیا نور د ځمکې یعنې د دې سیارې وخت پای ته رسیدلی، آیا انسانان نور دا درک نه لري چې انساني سلوک، ترحم، ښه چلند، لاس نیوی، د نورو د ژوند د ژغورنې لپاره قرباني ورکول او بخشش چې د الله له خوا نازل شوې چارې دي، د انسانانو له هېره وتلي ؟.

مونږ او تاسې به هرومرو یوه ورځ مړه کیږو، ځکه د اژوند همداسې نیمګړی دی او اوس یې خپله نیمګړتیا هم بربنډه کړې ده، تر ټولو ښه خبره داده چې له دې نړۍ څخه تلل یوازې دې پورې تړلي نه دي چې مونږ په دې دنیا څه میراث پرېږدو په څنګ یې باید په دې فکر هم اوسو چې څه شی له ځان سره وړو او کوم عملونه چې مونږ ترسره کړي دي د انساني او اسلامي اخلاقو او اصولو په چوکاټ کې دي، که څنګه.

مخکې به مو لوستل او اوریدل چې داسې ورځ به راشي نور به درسره هېڅ ګرانښت نه وي پاتې، هیڅوک به درباندې زړه نه سوځوي، ستا درد او زړه تنګۍ ته به یې هم زړه نه تنګېږي،

هیڅوک به د خبرو لپاره زړه نه درنږدې کوي، داسې ورځ به هم راشي هغه څوک چې مینه درسره لري، په ورځو او شپو مو د یو بل د زړه اوبه څښلې وې، له تا سره یې مرګ او درد ټول شریک و، خپل ګرانښت به یې ستا او تا دهغه پر وړاندې هم له لاسه ورکړی وي، غواړې به چې یوازې دې پرېږدې، د نازولو او پړ کیدلو خبرو له جملې به یوازې د آئینې له شا درد درکوي او آن دا احساس به لرې چې نور نه غواړي ودې ګوري، له ټولو به دې زړه تور وي. پوهیږم د یوازیوالي احساس به دې تر هغه سخت ګاللی وي چې ادم علیه سلام د نړۍ پر مخ یوازې و.

دا هغه وخت دی چې هېڅ زړه دې له مینې سره، مینه نه لري، هېڅ زړه درسره راز نه شریکوي، ضرور ده په دې ورځ به ستا له ټولو هېله کېږي، چې له تا سره د زړه خواله وکړي، کمنټونه دې ولولي او د پوښتنو ځواب دې درکړي، خو هو دا ثابته ده چې مرګ راتلونکی دی، خو تابیا پکار لري.