ګوري خان: د ګرځبندېز پر مهال شاه رخ خان په کور کې پخلى کاوه

د هندي فلمونو د پاچا شاه رخ خان مېرمن ګوري خان وايي، چې د ګرځبندېز پر مهال په کور کې شاه رخ خان پخلى کاوه او دوى ښه بېغمه خواړه.

ګوري خان وايي، چې د کورونا له امله د ګرځبندېز پر مهال دوى ان له دې هم ويرېدل چې له بهر څخه خواړه راوغواړي، نو په دې وخت کې شاه رخ خان د پخلنځي چارې په غاړه واخيستې او پخلى به يې کاوه.

د ګرځبندېز پر مهال شاه رخ خان او ګوري خان له خپلو درې ماشومانو سره په ممبۍ کې په خپل کور (منت) کې اوسېدل، د شاه رخ خان لور او زوى د مارچ په مياشت کې له امريکا څخه بېرته هند ته راستانه شوي و.

ګوري خان په يوه تازه مرکه کې وويل چې د ګرځبندېز پر مهال موږ ان دومره ويريدلي و چې له بهر څخه مو خواړه نه راغوښتل، نو د کور ډوډۍ به شاه رخ خان تياروله او موږ به په خوند خوړله. هغه له پخلي سره مينه لري او موږ يې له خوراک سره.

 

د اېن ډي ټلويزيون سره په خپله مرکه کې ګوري خان دا هم وويل، چې زوي اريان خان يې د فلم جوړولو کورس د کېليفورنيا د پوهنتون څخه بشپړ کړى دى او اوسمهال په کور کې فلمونه ګوري او مهم شيان يې له ځان سره ياداښت کوي. همدا راز سهانا خان بيا د نيويارک پوهنتون درسونه په انلاين بڼه وايي او اوس تازه د ابرام خان ښوونځى هم بېرته پرانيستل شوى دى. موږ ټولو ډېر وخت ګډ تېر کړ او دا زموږ لپاره د خوشحالۍ خبره وه.

 

شاه رخ خان د ګرځبندېز پر مهال له خپل کور څخه ځينې ويډيوګانې او اعلانات هم جوړ کړي و، همدا راز يوه سندره يې هم جوړه کړې وه چې په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې وه.

شاه رخ خان په وروستي ځل په ٢٠١٨ کال کې (زيرو) فلم کې ليدل شوى و، چې په دې فلم کې ورسره کترينه کېف او انوشکا شرما کار کړى و، د شاه رخ خان دا فلم ناکامه شو او له هغه وروسته يې په رسمي ډول د کوم فلم لپاره ثبت نه دى پيل کړى، که څه هم اوازې دي چې هغه د درې څلورو نوو فلمونو لپاره کار کولو ته زړه ښه کړى دى.

کاپي هنرستان….