ګوشته ولسوالۍ کې یو وسله وال طالب لاسي بم سره یو خای نیول شوی

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر څخه په خبره شوي خبر پاڼه کې راغلي، د ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ د خویزو په ورسک سیمه کې تېره شپه ناوخته د فضل المنان په نوم یو وسله وال طالب چې اصلاٌ د یادې ولسوالۍ د خویزو د ورسک کلي اصلي اوسیدونکی دی، له یو لاسي بم سره یو ځای د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوی .

د خبر پاڼې په حواله چې نوموړي اعتراف کړی چې تردې وړاندې یې هم په یاده سیمه کې د مخورو کورونو او ځینو هټیو ته ته لاسي بمونه غورځولي دي .