ګولډن ټیمپل ته د سرتاج عزیز نه پریښودو په اړه د پاکستان شکایت بيځایه دی

ډهلي وايي، چې پاکستان ګولډن ټیمپل (طلايي مندر) ته د سرتاج عزیز په نه ورپریښودو د هیڅ ډول شکایت حق نه لري.

تیره ورځ په امرېتسر کې د هند حکومت په وروستیو شیبو کې پریکړه وکړه او د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز يې ټيمپل ته له ننوتو منع کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د یاد ټيمپل څخه د افغانستان ولسمشر ډاکتر اشرف غني، د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي سره یو ځای د شنبې په ورځ لیدنه وکړه او د ایران د بهرنيو چارو وزیر جواد ظریف هم یاد ټیمپل (مندر) ته تیره ورځ ورغلی و.

د هند پولیسو ويلي، چې د امنیتي ملحوظاتو له مخې يې سرتاج عزیز ته د ټیمپل څخه د لیدنې موقع ورنه کړه. داسې انګیرنه وه، چې ګوندې عزیز به په یاد ټیمپل کې پاکستاني رسنیو سره وغږیږي.

د هند د پولیسو یو مشر دا هم وویل چې د عزیز ویزه یواځې د ۱۷ ساعتونو لپاره د اعتبار وړ وه.