د روهیت شیټي په لارښوونه او د بالیووډ د مشهور ستوري اجې دېوګن په مرکزي رول د ګول مال اګېن فلم په لومړۍ ورځ لږ تر لږه ۳۴ کروړه هندۍ روپۍ وګټلې او د بریاليتوب جنډه یې پورته کړه.
اجې دېوګن، پرینیټي چوپړا، تشار کپور، ارشد وارثي، کنال کھیمو، شریاس تلپړې او د تبو په څېر مشهور ستوري په دې فلم کې سره یو ځای شوي دي.
د فلم کیسه تر ډېره طنزیه ده او تر ګول مال درېیم وروسته نندارې ته وړاندې کېږي.
له دې فلم سره یو ځای د عامر خان سیکریټ سپر سټار فلم هم نندارې ته وړاندې شوی، خو هغه په لومړۍ ورځ یوازې نږدې ۵ کروړه هندۍ روپۍ ګټلې دي.
ګول مال اګېن اوس هم په کش کې روان دی او پته به یې په راتلونکیو ورځو کې نوره هم روښانه ولګېږي.