ګټورې مرکې

ژباړن: خيال ولي

د مطالعې نړۍ کې راته يو په زړه‌پورې لوست د هغو مرکو دی چې ادبي، علمي او کلتوري مجلو کوم نوښتګر ليکوال، اديب، عالم او شاعر سره کړې وي. دا مرکې همتونه لوړوي او د علم و ادب لاروی ټينګار ته هڅوي. دا نوښتګر خلک په مرکو کې خپلې ستړې يادوي، د زده‌کړې مراحل په ګوته کوي او د تلپاتې ياد پر لور يې چې کوم اهداف ګټلي وي هغه ښيي. دوی وايي: له غنيمته تش لاس مه راګرځه!

د دې مرکو لوست ژوندليکونو او د کره عبقري عالمانو پېژندنو ته ورته دی چې په کتابونو کې ليکل شوي او زه يې له پخوا عاشق وم. مبالغه به نه وي که دا مرکې د هغو کيسو په ډول وګڼم چې صوفي جنيد يې په اړه وايي:

کيسې د الله تعالی لښکرې دي ايمان کلکوي. چا وپوښت چې دا خبره دې دليل لري؟ جنيد وويل:

الله تعالی فرمايي:{وَكُلًّا نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنْبَاءِ الرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهِ فُؤَادَكَ}هود: ۱۲۰ يعني د پېغمبرانو هره کيسه چې درته کوو، ستا زړه ورباندې ټينګوو.

اخرنۍ مرکه مې په «العربي» مجله کې د ناول‌نګار محمد جبريل هغه لوستې وه. ځينې نکات مې ترې راويستي وو، تر ټولو ښه نکته يې يوه دا وه چې: رښتينی نوښتګر په خپله د خپل ځان په ارزښت پوهيږي، د بل چا په سترګو کې خپل قيمت نه لټوي. بله يې دا وه چې: جايزې نوښتګران نه زېږوي، ځکه چې جايزې په رشوتونو هم ګټل کيږي، په مکررو تلفونونو هم، په ډېر تګ راتګ هم او د ملګرو په سفارشونو هم. دی په دې کار خپل زړه کې هم خپل احترام نه شي ساتلی، ځکه چې دی خپل ځان ښه پېژني!

ما ځان سره ډېرې مرکې راټولې کړي، شونې ده کومه ورځ يې په منظمه بڼه د يوه کتاب جلدونو کې راټولې کړم، الله تعالی څخه توفيق غواړم.