ګډ ژوند داسې خوږ کړئ!

طبعاً کورنۍ يو ټولنيز نعمت دي چې د انسان لپاره د ډېرو نېکمرغيو په زړه پورې او ډاډمن ځای دی. دا يوه تجربه شوې خبره او منطقي واقعيت دی کله چې څوک د ورځنيو رسمي او شخصي چارو او يا نورو مصروفيتونو په پار له کوره بهر يو څه وخت تېروي، په دې موده کې ناګريز يا د وظيفوي ستونزو او جنجالونو په وجه او يا د عصبي تشويش له کبله په غير نورماله وضعه کورته راځي.

دلته امکان لري چې د دوه متفاوتو حالتونو سره مخامخ شي يا دا چې د دغه ځورونکي فشار لپاره د کورنۍ په زړه پورې فضا، د مېرمنې او د کورنۍ د نورو غړيو له صميمانه او مينې ډک هرکلي سره مخ شي او د رضايت او هوساينې احساس وکړي او يا دا چې کور ته د راننوتلو سره سم د کورنی په بې‌مينې او جنجالي فضا واوړي.

دغه دواړه حالتونه بايد عادي و نه ګڼل شي او په دې ټولو کې د ښځې ونډه ټاکونکې او اغېزمنه برخه لري، دا له دې کبله چې د مېرمن او خاوند اړيکې په يو ډېر عاطفي تار تړل شوې دي او په دې ماحول کې ډېره کمه بې‌پروايي او غير عاطفانه چلند دغه اړيکه له ډېرو ستونزو سره مخ کوي او نااميدي فضا، نفرت، کوي او حتا د کورنۍ په ماحول کې کرکه را منځ ته کوي؛ نو د دې لپاره چې د کورنۍ مناسبات او اړيکې د مينې، عاطفې، صميمت او له ښېګڼو ډک شي د کورنيو نزاکتونو، د متقابل احترام او حقوقو رعايت کول ضروري دي.

مېړه او ښځه بايد يو بل په تمامه مانا وپېژني او د يو بل مشخصات بشپړ درک کړي. د يو بل قوي او کمزوري ټکي او لاملونه بايد وپېژني چې د حساسيتونو او نزاکتونو د را منځ ته کېدو سبب ګرځي.

د ښځې او خاوند اړيکه ډېره حساسه بڼه لري که يو له بله ګيله‌من شي؛ نو کېدای شي د يوې عقدې ، نااميدي په صورت کې به له چا سره د زړه خواله وکړي او دغه عقده د ټولې کورنۍ چارې او مناسبات په زهرو لړي. په ګډ ژوند کې د يو بل روحي حالت درک ډېر مهم دی.

مېرمنې بايد دا ټکي له ياده و نه باسي، که مېړه يې په تريو تندي، قهرجنې وضعې، په اولادونو قهرېدل، وهل، ښېرا او داسې نورو رويو خپه کېږي په کلکه دې ترې ډډه وکړي، همدارنګه مېړه بايد د خپلې ښځې حالت درک کړي او وګوري چې مېرمن يې په کومو شيانو خپه کېږي. که خاوند او مېرمن د ډوډۍ خوړلو پر وخت پر ماشومانو او يانورو سره ور غورځي په دسترخوان باندې ناستو کسانو باندې به خواړه زهرجن نه کړي؟ او مېلمانه به داسې و نه ګڼي چې ګنې د دوی پر را تګ باندې خپه دي. لنډه دا چې مېرمن او خاوند د يو بل لپاره د ژوند ډېر خواږه، مخلص او وفاداره ملګري دي او د ژوند په رازونو باندې په پوهېدو خپل ګډ ژوند له نېکمرغيو او خوښيو ډکولای شي.