یاسر شاه په ټېسټ لوبو کې د ۲۰۰ چټکو ویکټو اخیستو ریکارډ جوړ کړ

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي ورو توپ اچونکي پښتون یاسر شاه د نیوزېلنډ لوبډلې پر وړاندې د سومرویلي ویکټې په اخیستو سره ټېسټ لوبو کې ۲۰۰ ویکټې پوره کړې او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.

له دې ۸۲ کاله وړاندې اسټرالیاوي ورو توپ چونکي کلیري ګریمټ په ۱۹۳۶ کال کې د ۲۰۰ چټکو ویکټو ترلاسه کولو ریکارډ په خپل نوم کړی وو، خو ګریمټ په ۳۶ لوبو کې او یاسره شاه په ۳۳ لوبو کې دغه ریکارډ جوړ کړ.

د هند ورو توپ اچونکي راوي چندرن اشوین هم په ۳۷ ټېسټ لوبو کې ۲۰۰ ویکټې ترلاسه کړي.

یاسر شاه له دې لوبې وړاندې په دویمه ټېسټ لوبه کې د نیو زیلینډ پر وړاندې ۱۴ ویکټې واخیستې او د پاکستان د لومړي وزیر او پخواني لوبډلمشر عمران خان ۳۶ کلن ریکارډ یې هم مات کړ.

خبریال : نصرت الله عمرزی