یاهو د خپل میسنجر بندولو اعلان وکړ

یاهو میسنجز د پیغامونو استولو په شرکتونو کې له لومړیو شرکتونو څخه دی، چې په لومړي ځل دوه لسیزې وړاندې د مارچ میاشتې په ۹مه نېټه په ۱۹۹۸م کال کې وړاندې شو، او د نړۍ له لومړیو پیغام استولو اپلیکیشنو څخه شمېرل کیږي.

یاهر میسنجر د پیغام استولو ترڅنګ نورې ځانګړتیاوې هم وړاندې کړې وې، خو د وخت په تیرېدو سره او د نویو پیغامونو استولو اپلیکیشنو او ټولنیزو رسنیو رامنځته کېدو څخه د یو شمېر ستونزو ښکار شو.

یاهو میسنجر لومړی په ۲۰۱۲م کال کې د پیغام استول ختم کړل، چې وروسته یې په ۲۰۱۶م کال کې دغه اپلکیشن اپډیټ کړ او نوې ځانګړتیاوې یې ورزیاتې کړې خو خپل محبوبیت یې له لاسه ورکړی و، او په پای کې یې پریکړه وکړه چې د روان کال جولایي میاشتې په ۱۷مه نېټه به دغه اپلیکشن د تل لپاره بدن کړي.

د یاهو میسنجر شرکت لخوا په خپاره شوي خبر کې ویل شوي چې دوی خپل اپلیکیشن له دې وروسته نشي ساتلی، او ددې لپاره له خپلو کاروونکو څخه بخښنه غواړي.

خو ددې په بدل کې شرکت د یاهو میسنجر بندولو ترڅنګ د یوه نوي پیغام استولو اپلیکیشن وړاندې کوي، چې ددې پر ځای یې له خپلو کاروونکو څخه د هغې د استعمال غوښتنه کړې ده.

دغه نوی اپلیکیشن چې Squirrel نومیږي، کولای شي د مجموعي خبرو کولو Group Chat وړتیا ولري، چې د یاهو میسنجر بندیدلو نه وروسته به کار پېل کړي.

د یادونې وړ ده چې د یاهو په څېر ځینې نورو شرکتونو لکه MSN او AOL هم خپلې اپلیکشنې په ۲۰۱۷م کال کې بندې کړې وې.

کاپي……….