یا دې وزن کم کړه؛ یا خپرونه پریږده

د هند یو ټلویزوني چینل LifeOk خپلې یوې کاروکوونکې ته ویلي، چې یا دې خپل وزن کم کړي او یا دې هم خپرونه پریږدي.

نیها پینداس په لایف اوکي ټلویزوني شبکه کې د May I come in, madam. خپرونه چلوي. په خپرونه کې هغه د یوې ریسې یا باس رول لوبوي.

هندوستان ټایمز لیکي، چې هغه څه موده وړاندې ناروغه وه او ډاکتر سره تر مشورې وروسته اوس يې وزن څو کیلو زیات شوی.

سرچینه زیاتوي، چې د خپرونې چمتو کوونکو له اغلې نیها څخه غوښتي، چې یا دې خپل وزن کم کړي او یا دې هم د خپرونې چلول پریږدي.

خبر وړاندې لیکي، چې نوموړی ته یواځې شپږ میاشتې وخت ورکړل شوی، څو د خپرونې سره خپل صورت برابر کړي.

بلو پلو پروډیسرې نیها پینداس دا ډول خبرې بې اساسه بللي دي.