یز، ییز او که یز

پښتانه لیکوالان او خبریالان د (یز، ییز او ایز) نسبتي وروستاړو په لیکلو کې سره جلا او وېشلي نظرونه لري.

ټول پښتانه لیکوالان او خبریالان خو لا پرېږده، په یوې رسنۍ کې د ننه خبریالان هم سره یوه خوله نه دي.

ځینې د ستاینوم جوړولو لپاره له نوم سره د (ایز) وروستاړی لیکي چې زما په نظر لیکل یې ناسم دي.

د بي،بي،سي نړیوال ټلویزیون ویاند او خبریال(اېمل پسرلي) سره مې پر همدغې موضوع بحث وکړ، راته یې ویل: ” د (سیمه ییز) ستاینوم په پای کې د (ایز) وروستاړي لیکل ناسم دي او باید پر ځای یې (ییز) ولیکل شي. ما ورته وویل: ” دا منم چې د (ایز) لیکل ناسم دي، خو له هر اسم سره د دوو یاګانو والا (ییز) وروستاړی لیکل هم سم نه دي. بېلګې( پوهنه> پوهنیز، لس>لسیز) مې ورته وړاندې کړې. راته یې وویل: ” خبره دې منطقي ده”.

پاتې شول (یز او ییز) وروستاړي؛ دغه وروستاړي د ستاینوم جوړولو لپاره یا له یو نوم سره یوځای او یا ترې جلا لیکل کېږي.

اوس راځو د بحث اصلي ټکي ته؛ دلته مې د لیکوالۍ د ستونزو د حل لپاره د دغې موضوع په اړه لږ مالومات راڅپړلي دي.

هغه نومونه چې له دوو څپو جوړ وي او په زبر/زور (ه) پای ته رسېدلې وي، باید ټول نوم پوره ولیکل شي او د (ییز) وروستاړی دې ورپسې جلا ولیکل شي.

په زبر/زور (ه) پای ته رسېدلي دوه څپه ییز نومونو کې (ه) تلفظ کېږي، نو باید په لیکلو کې له پامه و نه غورځول شي.

لکه:

سیمه> سیمه + ییز= سیمه ییز

سوله> سوله + ییز= سوله ییز

ژبه> ژبه +ییز = ژبه ییز

لهجه> لهجه + ییز= لهجه ییز

وټه> وټه + ییز= وټه ییز

هغه نومونه چې له دوو څخه له ډېرو څپو جوړ وي او په زبر/زور (ه) پای ته رسېدلي وي، باید له پای څخه یې زبر/زور (ه) حذف شي او بیا د یوې(ي) والا (یز) وروستاړی دې ورپسې په نښلېدلي ډول ولیکل شي.

لکه:

ټولنه> ټولنـ +یز= ټولنیز

اوسپنه> اوسپنـ+یز= اوسپنیز

پوهنه> پوهنـ+یز= اوسپنیز

کرنه> کرنـ+یز = کرنیز

روزنه> روزنـ+یز= روزنیز

پاتې نورو یو څپه ییزو نومونو سره او هغو دوه او یا څو څپه ییزو نومونو سره دې هم د (یز) ورستاړی په نښلېدلي ډول ولیکل شي چې په زبر/زور (ه) پای ته نه وي رسېدلي.

لکه:

توکم> توکمیز

شپږ> شپږیزه

لس> لسیز یا لسیزه

رسنۍ> رسنیز

خالد سمیر