یوازېتوب مو پر ګڼو ناروغیو اخته کوي

څېړونکي وايي چې یوازېتوب د ګڼو رواني ناروغیو تر څنک د انسان د وجود دفاعي ځواک او سیستم کمزوری کوي چې د ګڼو ناروغیو باعث ګرځي. تنهايي یا یوازېتوب د وينې سپین کرویات تخریبوي او د ناروغیو پر وړاندې د وجود دفاعي ځواک کمزوری کېږي.

دغه څېړنه په امریکا کې شوې چې پکې ۱۴۱ تنو ګډون کړی و. په څېړنه کې ګډونوال په دوو کټګوریو وېشل شوي وو چې یوې خوا ته په کې سوشيل یا ټولنیزې رویې خوښوونکې ډله او بلې خوا ته يې د یوازېتوب خوښوونکې ډله وه. د څېړنې پایلې ښیي چې یوازېتوب د زړه او معدې د ډول ډول ناروغیو سبب ګرځي. دا کېدای شي د معدې ناروغۍ یو عامل وي، ولې طب ښودلې ده چې د معدې ناروغي نور مهم عوامل هم لري. یوازېتوب نه یوازې د معدې تکلیف، بلکې نورې عصبي ناروغۍ هم پیدا کوي. انسان ته بهتره دا ده چې کار وکړي او که رسمي کار نه شي کولی، نو په کور کې باید ځان ته یو بل سالم مصروفیت پيدا کړي. یو شمېر نورو څېړنو هم ښودلې چې یوازېتوب ډېر کله انسانان غیر ارادي کارونو ته هڅوي. د یوازېتوب تر ټولو خطرناک عواقب ځان وژنه ده چې دا ډول پېښې په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې ډېرې واقع کېږي.

سرچینه:سپوږمۍ