یوازې مونږ ته یې زړونه نه سپینیږي؛پاکستان او ایران خپلې خاورې دیوبل پرضد نه کاروي

د پاکستان او ایران پوځي چارواکو خپلې خاورې د یو بل پر ضد پر نه‌کارولو او همدا شان د خپلمنځي همکاريو پر لا پراخولو سلا شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په یو درې ورځني سفر ګاونډي هېواد ایران ته تللی و او د دې هېواد له سیاسي او پوځي مشرانو سره‌یې په دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړې دي.

د پاکستان او ایران پوځي چارواکو د سې شنبې په ورځ په تهران کې ګډې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل:

“دواړو خواوو د سیمه‌ییزو او سرحدي چارو په ګډون پر یو شمېر مسایلو خبرې کړي.”

د پوځ ویاند اصف غفور باجوه دغې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، پاکستان په افغانستان کې سوله وغواړي او په دې لړ کې د هر اقدام ملاتړ کوي او همدا شان‌یې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه نه‌شته.

ایراني او پاکستاني پوځي چارواکو همدا شان په افغانستان کې د داعش وسله‌والې ډلې پر پراخېدو اندېښنه ښودلې، دا یې د سیمې لپاره ګواښ بللی او دغه ګواښ ته د ماتې ورکولو لپاره‌یې پر سیمه‌ییزې همکارۍ ټینګار کړی.

د پاکستان د پوځ مشر ګاونډي هېواد ایران ته دا سفر په داسې وخت کې کړی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روان کال په اګست میاشت کې د سیمې لپاره د خپلې تګ لارې د اعلانولو پر مهال تور ولګاوه چې ترهګرې ډلې په پاکستان کې خوندي مرکزونه لري او له هغه څایه په افغانستان کې بریدونه کوي.

که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له پاکستانه وغوښتل چې د ترهګرو پر ضد دې جدي اقامات وکړي، خو پاکستان بیا دا تورونه رد کړل او ټینګار یې وکړ چې پر خپله خاوره‌یې د ترهګرو پر ضد له توپیر پرته اقدامات کړي دي.