یوناما او عمران ولسمشر اشرف غني ته د دویم ځل ولسمشر کېدو مبارکي ورکړه

دا چې ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د دویم ځل لپاره د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه د زرګونه کورنیو او بهرنیو استازو په شتون کې لوړه وکړه؛ نو سر له اوسه ډېری خلکو او سیاسیونو هغه ته مبارکي ورکړې، چې دې برخه کې یوناما او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان محمد اشرف غني ته د ولسمشرکېدو مبارکي ورکړې ده.

د دوشنبې په ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې محمد اشرف غني د زرګونه کسانو پر وړاندې د دویم ځل لپاره د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د نوموړي دویم ځل ولسمشر کېدل په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما، د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او نورو له تودې مبارکۍ سره مله دي.   یوناما په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دوی ولسمشر اشرف غني ته د لوړې د مراسمو ترسره کولو له امله مبارکي وايي او تمه ده داسې حکومت جوړ کړي، چې ټولو خلکو ته د منلو وړ وي، سوله او اقتصادي پرمختګ کې فعال وي.  د پاکستان لومړي وزیر عمران خان لیکلي چې زه اشرف غني ته مبارکي ورکوم، له هغه سره به ګډو همکاریو ته دوام ورکوو او پاکستان به د افغانستان د سولې او ثبات لپاره خپلې همکارۍ جاري وساتي.

د ملي امنیت د شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر بیا ولسمشر محمد اشرف غني ته د مبارکۍ په پار اوږده اعلامیه خپره کړې او هغه ته یې د بیا ولسمشر کېدو مبارکي ویلې ده.

حنیف اتمر لیکلي دي، چې د موازي حکومتونو جوړول د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي او د پاکستان پارلمان کې د پښتنو استازي علي وزیر بیا په یو ټويټ کې د برید پر مهال د ولسمشر محمد اشرف غني زړورتیا ستایلې او لیکلي یې دي، چې افغانان او پښتانه په دې رکېټونو نشې وېرولې، ستاسو دا ویجاړوونکی ظلم دا خلک نشي تسلیمولی.

هغه د ډزو د غږونو پرمهال د اشرف غني د زوړتیا سټایل ته اشاره کړې او په کنایه کې یې لیکلي دي، چې تاسې به د احمدشاه ابدالي دا عمل هېر کړئ؟

محسن داوړ بیا په ننګرهار او کابل کې دوی ته د خلکو له تاوده هرکلي ستاینه او مننه کړې.

امرالله صالح په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې افغانستانه، ته یې چې زه ژوندی یم او اوس وخت دی چې لا ډېر کار وکړو.

د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل د لوړې د مراسمو ورځ د امریکا او د هغوی متحدینو ته یوه بده ورځ یاده کړې ده.

ډاکټر عبدالله عبدالله که څه هم له ولسمشر غني سره موازي لوړه وکړه، بیا یې هم په ټوېټر د ځان د بريا خبره کړې او د ټاکنو پایلې یې له درغلۍ ډکې بللي دي.

درانی