ملګري ملتونه وايي، د وروستیو څو میاشتو په ترڅ کې په افغانستان کې امنیتې پېښې او ولسي مرګ ژوبله زیاته شوې ده.
د دې هېواد لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو تېره شپه په نیویارک کې امنیت شورا ته په راپور کې وویل، د اګسټ د نهمې نېټې څخه د نومبر تر اوومې نېټې ۶۶۵۴ امنیتي پېښې ثبت شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په مقایسه په کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
یاماموتو زیاتوي، دېری پېښې د افغانستان په جنوب کې رامنځته شوي چې ورپسې ختیځ او جنوب ختیځې سیمې دي.
د تدامیچي یاماموتو په وینا د روان میلادي کال درېیمه ربعه، په تېرو ۱۰ کلونو کې د ولسي مرګ ژوبلې له پلوه تر ټولو خونړۍ وه.
هغه زیاته کړه: “د ۲۰۱۹ میلادي کال درېیمه ربعه کې، له هغې راهیسې چې یوناما ۱۰ کاله مخکې په افغانستان کې د تلفاتو منظم ثبتول پیل کړي، ولسي مرګ ژوبله تر ټولو زیاته وه، د اکټوبر او نومبر میاشت کې د تلفاتو شمېرو کې یو څه کمی راغلی، خو دا کافي نهده.”
تدامیچي یاماموتو یو ځل بیا د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د ولسي خلکو خوندیتوب دې باوري کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوناما د مشر په راپور کې راغلي، چې د اګسټ له اوومې د نومبر تر نهمې نېټې پورې موده کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله چاودنې په سلو کې نهه، ځانمرګي بریدونه په سلو کې ۲۴ او د افغان حکومت او ناټو هوايي بمبارۍ په سلو کې ۳۲ زیاتې شوې دي.