یوناما: د ټاکنو کمېسیون دې زموږ لیک ته ځواب ووایي

یوناما نن چهارشنبه د افغانستان د ټاکنو له کمېسیون څخه غوښتي، ددوی له خوا د ور استول شوي لیک ځواب دې ورکړل شي او خپلې موندنې دې په خپل وخت ورسره شریکې کړي. په دغه لیک کې راغلي، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو کمېشنر له یو کارمند سره ناسم چلند کړی دی او دا چلند یې د ټاکنو د قانون خلاف عمل ګڼلی دی. په دغه استول شوي لیک کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی راغلي دي، چې د ټاکنو یو کمېشنر مولانا عبدالله د ټاکنو د اطلاعاتو د مرکز مشر بشیر علي په مرګ ګواښلی او دهغه قوم او مذهب ته یې سپکاوی کړی. یوناما په دې اړه اندېښنه ښودلې ده چې ولې یې دا لیک رسنیو ته رسېدلی او ګواکې ځینو هڅه کړې د دغه لیک هدف او محتوا غلط وښيي. خو په خپله مولانا عبدالله دا تورونه رد کړي دي او ویلي دي، چې دا د یوناما په ناستو کې د ځينو کسانو د غلطو معلوماتو نتیجه ده. یوناما زیاتوي، د دغه لیک هدف د ټاکنو د کارونو د شفافیت او ټاکنو د قانون ننګه او درناوی دی.