یوځل یی خامخا وګورئ…

 

«خیالي او بې پروا نه یم. غوښتل مې له ملایانو سره خبرې او روغه جوړه وکړم. هغوی نه غوښتل نوښتونه قبول کړي. حتی د ټکنالوژۍ لومړني تغیرات او نوښتونه ورته د منلو نه ول. د مثال په توګه، ټیلیفون یې د شیطاني کشفونو په نامه ردولو. د دوی له خوا له مکې او مدینې منورې سره د ټیلیفوني لینونو او اړیکو په اړه زما دلایل ردېدل.

ویل به یې، هلته اسلام تحریف شوی دی. روغتون مې نه شو جوړولی ځکه چې تعویذ یې د ناروغیو څخه د ژغورنې یوازنۍ وسیله ګڼله. نه یې غوښتل، چې منظم مالیات په رسمیت وپېژني ځکه چې الله ج په داسې شیانو حکم نه دی کړی. د پېژندپاڼو په مقابل کې یې سخت دریځي کوله، ځکه چې د پېژندپاڼو لپاره عکسونه ضرور وو. ملایانو به ویل، که څوک غواړي عکس واخلي په یو کال، یوه میاشت یا یوه ورځ کې به مړ شي. خلک به د پولیسو ماموریتونو ته راتلل او ویل به یې، د دې پر ځای چې عکس یې واخیستل شي او مړ شي ښه ده، چې ۵۰ دورې ووهل شي.»

دغه هیواد ته ژمن انسان به څوک وي؟؟

دا دچا خبرې دې ؛چې دیو الماني خبریال ته يي کړي دي؟؟

په دې ویډیويي کلیپ کې يي ووینئ…