یو کم سلو هېوادونو کې د کرونا مثبتې پېښې پېښې ثبت شوي دي

د یاد ویروس له امله تر اوسه په ټوله نړۍ کې ۳ زره او پنځه سوه کسان مړه شوي او تر سلو زرو ډېر پرې اخته دي، چې له کبله یې د نړۍ ګڼ هېوادونه له ځینو روغتیایي او اقتصادي ګواښونو سره مخ کړي دي. افغانستان کې یې تازه درې نورې مثبتې پېښې ثبت شوي؛ خو چارواکو یې پر وړاندې د مبارزې خبرداری ورکړی.

شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې د چین په اوهان ښار کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې، چې تر هغې وروسته یې نورو هېوادونو ته مخه وکړه. که څه هم د کرونیا ویروس رامنځته کېدو سره سم د چین او نورو هېوادونو ترمنځ په تګ ـ راتګ کې د پام وړ محدودیتونه ولګېدل؛ خو د خپرېدو مخه یې ونه نېول شوه. په یادو شاوخوا دوه نیمو میاشتو کې دغه وژونکي ویروس د نړۍ ۹۹ هېوادونو ته ځان ورساوه او لا هم د پراخېدو په حال دی، چې تر دا مهال یې په ټوله نړۍ کې ۳ زره او پنځه سوه کسان مړه کړي او تر یو لک دوه زرو ډېر پرې اخته شوي دي. له ټولو ډېرې پېښې یې په چین هېواد کې رامنځته شوي، چې دغلته یې ۳ زره اویا کسان مړه کړي او تر اتیا زره او شپږ نیم سوو ډېر پرې اخته دي. له چین وروسته ایران هغه هېواد دی چې تر نورو هېوادونو پکې د کرونا ویروس له امله د مړینې ډېرې پېښې رامنځته شوي دي او د خپرېدو چاره یې په شدت سره روانه ده. دغه هېواد کې یې ۱۲۴ کسان مړه کړي او ۴۷۴۷ نور پرې اخته شوي دي، په داسې حال کې چې تېره ورځ ایران کې د اخته کسانو شمېر شاوخوا ۳ نیم زره وو. د راپورونو له مخې کرونا ویروس ایران کې تر ډېره دولتي کسان او چارواکي اغېزمن کړي دي، چې له کبله یې اندېښنې را ولاړې شوي دي. تازه افغانستان کې هم د یاد ویروس درې نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي. تر دې وړاندې افغانستان کې یوازې د کرونا ویروس یوه پېښه مثبته تثبیت شوې وه، خو نورې پېښې وروسته له هغې رامنځته شوې، کله چې ایران په اجباري توګه له دغه هېواده افغانستان ته د افغان کډوالو را وېستل پیل کړل او د افغانستان روغتیا وزارت یې په اړه اندېښنه وښوده. افغانستان کې د نویو پېښو سره سم، چې تر ډېره یې وېره په هرات ولایت کې شتون لري، مسوولینو او ولایتي چارواکو عامو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د نوي کال په جشنونو او ورته نورو مراسمو کې له پراخ ګډون څخه ځان وساتي.