ننګرهارکې پر یوه کور د لاسي بم برید کې شل کلنه انجلۍ وژل شوي

نن سهار شاوخوا اوه بجي د ننګرهار سره رود ولسوالۍ اړوند د شیخ مصري په سیاه سنګ سیمه کې د شرف الدین په نوم د یو تن کورته نامعلومه وسله والو لاسي بم غورځولی چې په پایله کې یوه شل کلنه انجلۍ وژل شوي.

شرف الدین انعکاس ته په خبرو کې وویل، دوی له چا سره شخصي دښمني نه لري، خو د کورنۍ څو غړي یې په حکومت کې دنده لري.

د ننګرهار والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی پېښه تائیدوي او وایي چې عاملین به یي ژر ونیسي.

شرف الدین د دې پېښي عاملین وسله وال طالبان بولي.

خو وسله والو طالبانو د دې پېښي په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.