یو ګیلاس شیدې، فقیر هلک او ناروغه انجلۍ!

یو ډېر فقیر او غریب هلک چي د ښآر په وارډونو کي به ئې بوټونه رنګول او ددې لاري به ئې د خپل تعلیم لپاره خرچه برابروله، د ورځو څخه یوه ورځ پر نوموړي ماشوم ډېره نیستي راغله، دې ماشوم یوازي یوه ناچله سِکه په جیب کي درلوده. پداسي حال کي چي لوږي پر سر اخیستی وو، پرېکړه ئې وکړه چي د کوم کور څخه څه اندازه ډوډۍ طلب کړي، چي په دې وخت کي یوې انجلی د کور دروازه پر راخلاصه کړه، دی وارخطا شو، د انجلی څخه ئې د ډوډۍ پر ځای یو ګیلاس شیدې وغوښتلې، انجلۍ پوه شوه چي هلک ډېر تږی دئ، ځکه ئې نو یو غټ ګیلاس شیدې ورته راوړې. معصوم ماشوم د شیدو ګیلاس پر سر پورته کی، کرار ئې وویل: څو پیسې باید تاته درکړم؟

ځواني انجلی ورته وویل: هیڅ. زما مور موږ ته راښودلي دي چي د نورو سره د نیکۍ په کار کولو کي هیڅ شی هم طلب نکړو. ماشوم وویل: ستا څخه د زړه له کومي مننه کوم.

دا ماشوم چي هاروارد کلي نومېدی، د شیدو د څښلو او د انجلی د کور د پرېښودلو څخه وروسته، نه یوازي دا چي د جسمي لحاظه ئې ځان قوي احساسوی، بلکي پر خدای (ج) او پر نیکو انسانانو ئې باور او ایمان لا هم ډېر شو. تر دې مخکي نوموړی چمتو شوی و چي د تعلیم څخه لاس په سر شي. کالونه وروسته… د تقدیر لیکني دي دغه ځوانه انجلی یوې سختي ناروغۍ لاندي کړه. ددې ځای ډاکټران ئې د علاج څخه ناتوان او عاجز شول. نوموړې یوه لوی ښار ته د تداوي لپاره ولېږله شوه. په هغه ښار کي ئې ډاکټر هاروارډ کلي د نوموړې انجلی د وضعیت کتلو په منظور د مشورې لپاره ور وغوښتل شو. کله چي ئې د هغه ښار نوم چي نوموړې انجلی ئې ورڅخه را انتقال کړې وه، واورېدی- یو عجیبه اغېز-اثر ئې په سترګو کي ښکاره شو! هغه سمدستي مریض و پېژندی. اطاق ته راغلی او تصمیم ئې ونیوی چي څه ئې په توان کي ول، دی به ئې د هغې د ژوند ژغورلو لپاره حتمن لګوي. تر اوږدې مبارزې وروسته هغوی د مریضۍ پر تداوي بریالي شول. د مریض د رخصتېدو وخت راغلی و، ښځي په وارخطایۍ خپله بیانیه خلاصه کړه، نوموړې په دې باور وه چي د عمر تر پایه به کار کوي چي د خپل شوي علاج مصرف پوره کاندي. پر یوه جمله ئې نظر ور برابر شو: ټول مصارف د یوه ګیلاس شیدو په مقابل کي ورکړل شویدي.

د هغې بیانیه د ډاکټر هاروارد کلی لخوا امضاء شوې وه.

د ښځي هماغه ورځ یاد ته و رغله چي یوه معصوم کوچني ئې په دروازه کي د یوه ګیلاس شیدو غوښتنه کړې وه او هغې ئې په ډېر اخلاص غوښتنه پوره کړې وه- یو ګیلاس شیدې ئې ورته راوړي وې. سترګي ئې نوري دُمره قوي نه وې چي اوښکي ئې لا هم د سترګو په دیوالو کي کابو کړي وای، بې اختیاره ئې وژړل- وژړل، پر دې وخت چي ئې څه درلودل همدا چي وئې ویل: الهي شکر! شکر خدایه چي ستا عِشق د انسانانو په زړونو او لاسونو کي جریان لري.

سهیل افغان

لنډه کیسه