۱۰ څیزونه، چې ستاسو ژوند د تل لپاره بدلوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د ځینو له پاره بدلون ډېر ستونزمن او ننګونکی دی، خو باید ووایو، چې کله وخت په ژوند کې بدلون، له هغه څخه د تېښتې په پرتله ډېر خوندور دی، په دې لړ کې ځینې بدلونونه شته چې زموږ په ژوند کې د تل له پاره بدلون را منځته کوي، نو وړاندې تر دې، چې دې کار ته اړ شو، باید په پرانیستې غیږه یې ومنو.

بدلون د ژوند قانون دی او هغه کسان چې اوس او تېر ته پام کوي، په یقین سره خپله راتلونکې له لاسه ورکوي.

بدلون زموږ د ژوند ثابت غړی دی، نه شو کولای چې ترې وتښتو او هر څومره چې ورسره ډېر مخالفت وکړو، نو د ځان له پاره ژوند سخت او ستونزمن کوو. بدلون موږ احاطه کړي یو، یوازې هغه څه دی، چې زموږ په ژوند کې له شور او هیجان څخه ډک اغېز لري.

بدلون دا وړتیا لري، چې د ژوند په شېبو کې تاسو ته ځان در ورسوي، له هغه څخه هېڅ تېښتنه نه شته، ځکه چې تاسو پیدا کوي، ننګوي مو او دېته مو اړ کوي، چې د خپل ژوند په ډول باندې له سره کتنه وکړئ. بدلون کولای شي د یوې پایلې یا په پېښیز ډول زموږ ژوند ته داخل شي، په هرځای کې چې واوسو باید وې ټاکو. بدلون ومنو او که نه؟ غوره ده، چې د تل له پاره په خپل ژوند کې بدلون ومنو، مخکې تر دې چې منلو ته یې اړ شو.

په هر حال موږ نه شو کولای، چې په ژوند کې له ناڅاپي پېښو څخه وتښتو، ځکه همدا پېښې دي، چې په ژوند کې زموږ خوښۍ او خوشالۍ ننګوي، د دې ننګونکو پېښو د تجربه کولو پرمهال، یوازې هغه څه چې کنټرولی یې شو، د هغو په وړاندې زموږ غبرګون دی. دا زموږ د ټاکنې ځواک دی، چې زموږ مرستې ته را دانګي، ترڅو په خپل ژوند کې مثبت بدلونونه را منځته کړو، موږ د خپلې ټاکنې په ځواک سره دا فرصت لرو، ترڅو خپل ژوند ته په سمه بڼه بدلون ورکړو، که د ژوند د بدلون له پاره هرڅومره زیات فرصتونه ولرو، نو ژوند به مو ډېر خوشاله او آرامه وي. تاسو په دې ۱۰ کارونو سره کولای شئ، خپل ژوند ته د تل له پاره په سمه بڼه بدلون ورکړئ.

۱ ـــ د ژوند مانا او مفهوم پیدا کړئ:

هڅه وکړئ، چې د خپل ژوند مهم څیزونه او د مهم اوسېدلو دلیل یې مشخص کړئ، دا چې غواړئ په ژوند کې څه څیز ته ورسېږئ؟ خوبونه مو څه دي؟ څه څیز مو خوشاله کوي؟ دا د ژوند مانا ده، چې تاسو ته موخه درکوي او تګلوری درښیي. که چېرې ژوند ته مانا لرونکی لید ونه لرئ، نو عمر مو بې تګلوري، بې موخې او بې مقصده تېرېږي.

۲ ـــ د خپلو خوبونو تابلو جوړه کړئ:

کله چې ماشومان یو، نو د خیالونو په سمندر کې ډوب یو، په خپلو خوبونو کې خپله راتلونکې دنده انځوروو او په دې کار کې مهارت لرو، زموږ په باور هر څه شوني دي، کله چې سترېږو، نو د خیالبافۍ وړتیا له لاسه ورکوو، خپل خوبونه پټوو او فکر کوو، چې دې خوبونو ته رسېدل ناشوني دي. د خوبونو تابلو جوړول، یوه فوق العاده تګلاره ده، ترڅو په خپلو خوبونو باندې یو ځل بیا باور وکړو، د خوبونو په تابلو کې د خپلې هرې ورځې خوب لیدل، د دې سبب ګرځي، ترڅو زموږ ژوند ته یې پښې را خلاصې شي، خوبونه د واقعیت بڼه خپله کړي او باور مو وشي، چې دې خوبونو ته رسېدل، له ذهنه لرې نه دي.

۳ ـــ خپلو خوبونو ته د رسېدو له پاره خپلې موخې تنظیم کړئ:

کله چې پوه شوئ، په ژوند کې کوم څیزونو درته مهم دي او له خپل خوبیز ژوند څخه څه تصور لرئ، نو باید لاس په کار شئ او د ځان له پاره اوږد مهالې، منځ مهالې او لنډ مهالې موخې په پام کې ونیسئ، په دې موخو باندې کار کول، د دې سبب ګرځي، چې خپلو خوبونو ته ورسېږئ، په یاد مو وي، ښایي موخې مو بدلون وکړي، تل د خپلو موخو په تنظیم او هغو ته د رسېدو په لاره کې انعطاف منونکي واوسئ، ځکه کېدای شي، د ژوند شرایط بدلون وکړي او موخې باید د دې شرایطو تابع وي. دا کوچني ګامونه دي، چې تاسو یې د هغو بدلونونو له پاره پورته کوئ، چې ښایي په ژوند کې مو رامنځته شي.

 

۴ ـــ پښېماني مه کوئ:

پښېماني یوازې تاسو له ژوند څخه شاته کوي، د تېرو پېښو په اړه پښېماني او که چېرې هر وخت د تېر په اړه فکر وکړئ، نو خپل اوس او راتلونکې له لاسه ورکوئ، تاسو نه شئ کولای، چې تېرو پېښو ته بدلون ورکړئ، نو پرېږدئ، چې تېرې شي. یوازې هغه څه چې دم ګړۍ یې کنټرولی شئ، په اوس او راتلونکې کې د ژوند د ډول ټاکنه ده.

که چېرې تاسو هم د هغو کسانو له ډلې څخه یاست، چې د پښېمانۍ پېټۍ په اوږو لېږدوي، له دې پښېمانیو څخه د خلاصون له پاره، د پوکاڼیو له تګلارې څخه ګټه اخیستنه وازمایئ، دا تګلاره ډېره آسانه او ساده ده، هر څومره پوکاڼیو ته چې اړتیا لرئ، نو باد یې کړئ او په هرې یوې باندې خپله پښېماني ولیکئ او پوکاڼۍ د هسک ( آسمان ) په لور خوشې کړئ. کله چې پوکاڼۍ ګانې د آسمان په لور الوزي، نو د تل له پاره، له هغو پښېمانیو سره مخه ښه وکړئ. یو ساده او ځواکمن تمرین، چې ډېره ګټه ترې اخیستل کېږي، کولای شي ژوند ته ستاسو په لید کې بدلون رامنځته کړي.

۵ ـــ هغه کارونه، چې تر نظره مو وېرونکي راځي، ترسره کړئ:

په ټوله کې منظور دا دی، چې له خپلې خوندي سیمې څخه بهر شئ، د ډېرو په وړاندې وینا کول، ښایي د یوه شخص له پاره، تر ټولو وېرونکی کار واوسي. د هر شخص لومړۍ وینا کېدای شي، له وېرې او ډار سره مله وي، لاسونه او پښې یې رېږدي او یا ښایي خولې شي، خو د دې کار تکرار او له خپلې وېرې سره مخامخ کېدل، له موږ سره مرسته کوي، ترڅو پرې غالب شو او په پای کې ورسره مینه ولرو. د هغو وېرونکو کارونو یو لیک لړ چمتو کړئ، کوم چې خوښېږي مو، خو وېرېږئ، چې چمتو یې کړئ. د یوه پروګرام په طرحه کولو سره، په دې کارونو پسې لاړ شئ. هېڅکله د هغو کارونو له ترسره کولو څخه ډډه مه کوئ، کوم چې په تاسو کې وېره او ډار را منځته کوي، ځکه په دې کار سره په ژوند کې یو ډول خوښۍ، آرامتیا او آسودګۍ ته رسېږئ.

 

۶ ـــ یو متوازن ژوند پیل کړئ:

په ژوند کې زموږ روغتیا د خوځښت او حرکت په حال کې ده، د عمر په لوړېدو سره زموږ په فزیکي او اروایي وضعیت کې بدلون را منځته کېږي، هغه څه چې کنټرولی یې شو دا دي، چې څنګه خپل افکار او بدن تغذیه کړو. د یوه متوازن او روغ ژوند لرل، د بدن د فزیکي بدلونونو په وړاندې زموږ انعطاف منل لوړوي. ورزش یوازینۍ لاره ده، چې پر مټ یې کولای شو، چې د ژوند په اړه خپل خوشبیانانه او مثبت لید وساتو. له شکه پرته، له ورزش سره مل د یوه متوازن او روغ ژوند ټاکل، تاسو به د یوه خوشاله او آرامه ژوند په لور سوق کړي.

۷ ـــ له خپلو وېرو سره مخامخ شئ:

د وېرو نالیدلي نیول او د هغو له سره تېرولو له پاره هیله من اوسېدل، تر ټولو آسانه او ساده کار دی، چې کولای شو، ترسره یې کړو. له بده مرغه تل په دې آسانۍ سره نه شي تر سره کېدای. که غواړئ، خپل ژوند ته بدلون ورکړئ، نو دا زده کړئ، چې خپلې وېرې مدیریت کړئ، په دې صورت کې وېرې مو نه شي کولای، چې تاسو کنټرول کړي، وېرې یوازې زموږ په ذهن کې هغه افکار دي، چې رښتیا نه دي، خو د وخت په تېرېدو سره دې باور ته رسېږو، چې رښتیا دي، په ژوند کې همدا وېرې دي، چې نه شو کولای، یو بشپړ ژوند ولرو. که چېرې وېرې مو په را باندې څېره شي، نو د نه خوښۍ او نا آرامۍ حس به مو په ټول بدن کې خپور شي. کله چې له خپلو وېرو سره مخامخ کېږو، نو په حقیقت کې خپل ځواک بېرته تر لاسه کوو، ترڅو د خپل ژوند بهیر په خپله وټاکو او په دې کار سره به زموږ ژوند د تل له پاره بله بڼه غوره کړي.

۸ ـــ خپل ځان ومنئ:

یوازې هغه کس چې کولای شي، ستاسو په ژوند کې بدلون را منځته کړي، په خپله تاسو یاست او د دا ډول بدلون د رامنځته کولو له پاره باید له خپل ځان سره مینه ولرئ. په ژوند کې داسې وختونه شتون لري، چې لرې کېږئ، شړل کېږئ او له منفي غبرګونونو سره مخامخ کېږئ یا داسې کسان شتون لري، چې له تاسو سره مینه نه لري، که چېرې ومنئ، چې څوک یاست او له ځان سره مینه ولرئ، نو کولای شئ، چې په ژوند کې مخ پر وړاندې لاړ شئ، که چېرې په ژوند کې تل ځان وضپئ او دا هیله ولرئ، چې کاشکې له دې څخه ښه او غوره وای، یوازې د ځان له پاره د نا خوښۍ او نا رضایتۍ لاملونه برابروئ. زړورتیا پیدا کړئ، له ځان سره مینه ولرئ، په دې اړه اندېښنه مه کوئ، چې نور ستاسو په اړه څه فکر کوي یا دا چې، کوم کار چې ترسره کووم د نورو په اند سم دی یا نه؟ د خپل زړه غږ ته غوږ ونیسئ، که چېرې داسې احساس کوئ، چې سم دی، نو ترسره یې کړئ او کوم ډول چې خوښېږي مو ژوند وکړئ.

۹ ـــ په شېبه کې ژوند وکړئ:

د ژوند د بدلون انګېزه، خوښۍ او خوشالۍ ته له لېوالتیا لرلو څخه سر چینه نیسي. کله وخت خوښۍ ته دومره پام کوو، چې په شېبه کې د ژوند کولو خوند له لاسه ورکوو، په ژوند کې له خوشالۍ لرلو سره، زموږ لېوالتیا، له راتلونکي وضعیت سره لېوالتیا ده، نه له اوسني وضعیت سره. په پارک کې ناستی او له خپل نږدې دوست یا د خپل ژوند له شریک سره برګر خوړل، په ژوند کې یوه خوشاله شېبه ده، په شېبه کې د خوشاله اوسېدلو تجربه او حق  پېژندنه ده. له بېوزلو سره مرسته کول، زموږ ژوند ته خوښي او خوشالي رابلي. همدوی دي، چې په شېبه کې زموږ ژوند جوړوي، نو دا شېبې له لاسه مه ورکوئ.

۱۰ ـــ د زده کړې خوند تجربه کړئ:

هر ځل چې یو نوی شی زده کوئ، نو پوهه مو زیاتېږي او له پوهې سره مو په نفس اعتماد هم زیاتېږي. زده کول، له موږ سره مرسته کوي، ترڅو د نویو موقعیتونو او ځایونو په وړاندې زموږ موافق اوسېدل او انعطاف منل زیات شي. زده کړې د دې سبب ګرځي، ترڅو زموږ افکار لاپسې خلاق او نوي شي او د نا پېژاندو څیزونو په اړه د هوساینې احساس ولرو.

د زده کړې له پاره، تر ټولو غوره تګلاره د کتاب لوستل دي، د دې له پاره، چې له زده کړې څخه کافي خوند واخلئ، نو هېڅکه له مطالعې او د پوهې د ډېرښت له پاره، له هڅو او کوښښونو څخه لاس مه اخلئ. زده کړه زموږ ژوند ته مانا ورکوي او زموږ د ژوند ارزښت ډېروي. تاسو دا واک لرئ، ترڅو د خپل ژوند د بدلون په اړه تصمیم ونیسئ. دې ۱۰ مواردو ته د عمل جامه ور اغوستل، ستاسو ژوند به د تل له پاره بدل کړي، نو څه ته په تمه یاست؟