۱۵ هغه خبرې چې د دې لامل کیږي نور کسان درباندې باور و نه کړي

ژباړن: زین الله زرین

ایا ډېر کله دروغ وایاست؟ ایا د ژوند په ستونزمنو حالتونو کې مو د خپل ځان د خلاصون په موخه له دروغو نه د سپر په توګه کار اخیستی؟

نو که مو دا کار کړی وي، پرته له شکه چې د څو شېبو خلاصون ور ها خوا به څه لاسته راوړنه و نه لرئ؛ بلکې د دومداره دروغو ویلو پایله به ستاسو راتلونکی شخصیت اغېزمن کړي او په راتلونکي کې به ستاسو ریښتینولي او صداقت به همدا دروغ له ځانه سره په اوبو لاهو کړي.

د دروغو ویلو تر څنګ، چې زموږ مقابل لوری پرې باور نه کوي، رښتیا ویل هم ځانګړی هنر غواړي څو نور مو په خبرو باور وکړي او خبرو ته مو غوږ کیږدي. که تاسو په خپل چال چلند او راشه درشه کې له ځانګړو مهارتونو نه استفاده ونه کړئ، نو ستاسو پر ریښتینولۍ هم دومره په اسانه باور کول ستونزمنه خبره ده.

خیر له ډېرو خبرو راتېریږو او راځو دې ته چې تاسو به په دې لیکنه کې دا ولولئ، چې د کومو کلماتو په نه کارولو سره د نورو باور او اعتماد راخپلولی شو؟ او همدارنګه د کومو کلمو په کارولو سره د نورو پر وړاندې خپل باور او اعتماد بایلو، تر څو نور کسان مو په خبرو باور و نه کړي.

دا داسې کلیمات دي، چې ډېره کارونه یې ممکن ددې لامل شي، چې نور پر موږ داسې ګمان وکړي، چې ګواکې موږ دروغ وایو.

۱ــ رښتیا وایم:

هغه کسان چې ډېری وخت دروغ وایي، په خپلو خبرو کې داسې کلمات کاروي، چې ژر پرې د دروغو شک کیدای شي. ځکه دورغجن اشخاص تل ددې په فکر کوي، چې نور یې په خبرو باور وکړي او تل په خپلو خبرو کې ځان رښتیا ویونکی ښیي، پداسې حال کې چې نور یې له څېرې ښه پوهیږي؛ خو دی بیا هم هڅه کوي، څو د نورو د باور لپاره دا ډول کلمات وکاروي.

که تاسو په خپلو خبرو کې دا کلمات(رښتیا وایم) ډېر وکاروئ، کیدای شي ستاسو د مخاطب په ذهن کې دا خبره ورتاو شي، چې بس همدا یوه خبره یې رښتیا ده او نورې ټولې یې ناسمې او دروغ وې. په رښتیا ویلو کې تر بل هر چا تاسو خپله ښه پوهېږئ، چې خبره مو رښتیا ده او که دروغ؟ نو ددې اړتیا نه شته چې په خپلو رښتیا خبرو کې پر نورو داسې کلماتو تکیه وکړئ، چې نور په زور بارو ته اړ باسئ.

۲ــ باور وکه :

درواغجن اشخاص تل دا هڅه کوي، چې خپلې دروغ خبرې پر نورو ددې ډول کلماتو په کارولو سره په زور پرې ومني. ښه به دا وي، چې له دا ډول کلماتو څخه ځان وساتئ، ځکه په خپله دغه ډول کلمې تر شا ښه انځور د مخاطب پر وړاندې نه لري. که تاسو خبرې رښتیا وي، نو دې ته بیا څه اړیتا لرئ، چې خپل مخاطب ته ووایئ : باور وکه یا باور دې وشه.

۳ــ تر کومه چې زه پوهېږم:

د دا ډول کلماتو کارونه ددې مانا لري، چې ویونکی تاسو ته ځان با خبره او دقیق وښیي؛ خو بر عکس ددې کلمو کارونه بیا ددې لامل هم ګرځي، چې مخاطب پر ویونکي ددې شک وکړي، چې ګواکې ځانته یې د خلاصون لاره پرېږدي، ځکه که خبره یې درواغ هم شي، دی به درته ووایي، چې ما خو درته ویلي وو (تر کومه چې زه پوهېږم).

۴ــ  تر کومه چې زما په یاد دي یا تر کومه چې ماته مالومه ده:

که غواړئ د یو څه په اړه خبرې وکړئ، نو ښه به دا وي کوم څه باندې، چې خبر یاست یا هم درته مالوم وي، هماغه له خپلو مخاطبانو سره شریک کړئ او که داسې ونه کړئ او دا ډول کلمې وکاروئ ممکن نورو ته، تاسو درواغجن مالوم شئ. پرېږدئ په څه چې نه پوهېده همدومره ووایئ: زه نه یم ترې خبر. له داسې کلماتو هېڅ وېره مه کوئ.

 

۵ــ اصلي خبره داده:

دروغ ویونکي تل د خپلو خبرو د اثبات لپاره له خپلو تجربو استفاده نه کوي، بلکې دوی د خبرو د اثبات لپاره د نورو له تجربو او لاسته راوړنو ګټه اخلي. د دا ډول کلمو کارونه بیا هم دا مطلب لري، چې په ټولو کړیو خبرو کې مو همدا یوه سمه او رښتیا ده، نورې مو دروغ ویلي دي.

۶ــ واقعیت دا ده یا رښتیا داده:

هغه خبرې چې ښکاره دروغ وي او اورېدل یې یو څه ستونزمن وي، نو ویونکی یې تل په دې هڅه کې وي، چې د خپلو خبرو د باوري کېدا لپاره همدا ډول کلمې وکاروي. نو ښه خبره داده چې دا کلمې د خپلو خبرو په دوام کې ډېرې مه کاروئ.

۷ــ که رښتیا راباندې وایې یا که رښتیا ووایم:

که مو خپلې خبرې ټولې رښتیا وي، نو دا ډول کلمې مه  پکې کاروئ. ځکه کیدای شي مخاطب ته ستاسو ددې خبرې(که رښتیا راباندې وایې) په شمول ستاسو ټولې خبرې دروغ ښکاره شي او نور مو خبرو ته غوږ و نه نیسي. ددې کلمو نه کارونه به ددې لامل شي، چې د لوستونکې ذهن ستاسو د خبرو له رښتیاوالي څخه د خبرې مفهوم ته راواوړي.

۸ــ زه به هېڅکله دا ډول کار و نه کوم:

مثلاً: که تاسو د احمد پر ځای وای، نو له بانک نه مو خپلې پیسې وېستلې؟

نه، زه به هېڅکله دا ډول کار و نه کړم.

دا ډول کلمې د راتلونکې عمل د پېښدو په مانا دي او راتلونکی بیا هغه دی، چې څوک یې به اړه څه نه شي ویلای. خو که بیا هم تاسو داسې خبرې وکړئ او بیا خدای مه کړه په راتلونکې کې خپلې خبرې درنه هېرې وي او هغه عمل تر سره کړئ، نو بیا هغه ده، چې خپل باور به زیانمن کړئ.

۹ــ د نورو پوښتنې او خبرې بیا تکرارول:

که له تاسو نه د یو څه په اړه پوښتنه وشي، نو که یې درسره ځواب وي هم یې ورکړئ او که نه وي هم. همدومره ووایاست، چې په اړه یې مالومات نه لرم؛ خو که تاسو بیا د هغه پوښتنه یا خبرې تکرار کړئ، نو دلته ده چې مخاطب درباندې شکمن کیږي، چې ګواکې ته یا دروغو ته لار جوړي، یا هم هسې وخت تېروې.

۱۰ــ څه یا څه وایې؟:

که تاسو د نورو د خبرو یا پوښتنو په مقابل کې یو دمې د څه یا څه وایې کلمې وکاروئ؛ نو بیا هم هماغه خبره ده چې مخاطب مو یا پر دروغ ویلو شکمن کیږي یا هم ستاسو په کمو مالوماتو باوري کیږي.

۱۱ــ ښکاره راته ووایه یا واضح راته ووایه:

ددې کلمو په کارونه کې ځان داسې احساس کړئ، چې تاسو یو اورېدونکی یا مخاطب کس یاست. اوس که ستاسو ملګری تاسو ته ووایي، چې ما د ۲۰ نمرو په قبلولو سره له استاده، تر ټولو سخته پروژه یا دنده واخیسته. وروسته که تاسو ورنه پوښتنه وکړئ، چې استاد د څه له مخې نمرې ورکوي یا یې هم تاسو ته څنګه داسې نمرې درکړې؟ نو که ستاسو ملګري تاسو ته له اوله رښتیا ویلي وي، نو بیا هم درته هماغه خبره کوي، چې ځکه مې شل نمرې ومنلې، چې له استاده مې سخت درس یا پروژه واخیسته او که یې درته بیا دروغ ویلي وي، نو حتماُ یې له داسې خبرو سره مخ شئ،  ښکاره راته ووایه، ستاسو موخه له نمرو څه ده؟ په خپلو خبرو کې دوه زړیتوب په خپله ستاسو په دروغجنتیا دلالت کوي.

۱۲ــ لنډ ځوابونه:

درواغجن اشخاص چې کله دروغ وایې یا هم په خپلو خبرو کې راګیر شي، بیا نو ستاسو پوښتنو ته تل لنډ ځوابونه درکوي. دوی له دې وېره لرې که ستاسو پوښتنو ته تفصیلي ځواب درکړئ، نو خامخا یې په خبرو کې راګیر کولی شئ. نو ښه به وي، چې ډېری وخت د نورو پوښتنو ته لنډ ځواب مه ورکوئ.

۱۳ــ د (زه) له کلمې نه زیاته ځان ساتنه:

هغه اشخاص چې تل دروغ وایي هغوی په خپلو خبرو کې تر ډېره حده له دې ضمیر نه استفاده نه کوي. دوی پوهېږي، چې حتماً یې دا خبرې ګیر او د نورو له لوري راګرځول کیږي. دروغ ویونکې کسان د خپل ځان د خلاصون لپاره د شخصي ضمیرونو او په ځانګړي توګه د (زه)له ضمیر نه ځان ساتي او پر ځای یې درېیم شخصي ضمیر کاروي.

مثلاً که ستاسو شوخ ماشوم یوه ګلدانۍ ماته کړي، نو د خپل ځان د خلاصون لپاره تاسو ته په منډه راځي او درته وایي، چې ګلدانۍ ماته شوې یا هم ګلدانۍ چا ماته کړې؛ خو که تاسو ترې هر څومره وپوښتئ چې ولې او چا ماته کړې؟ دوی به تاسو ته هېڅ وضاحت در نه کړي.

۱۴ــ باور کوې یا باور دې کیږي؟:

رښتیا ویونکي هېڅکله هم د خپلو رښتیا خبرو په برخه کې دا فکر نه کوي، چې دده خبرې دې نورو ته دروغ ښکاري او نه هم په دې پسې ګرځي چې نور خپلو خبرو باندې بارو کولو ته اړ باسي. خو هغه کسان چې دروغ وایي هغه بیا خپلې دروغ خبرې د رښتیا تر جامو لاندې په زور پټوي او د دا ډول کلمو په کارولو سره پر نورو باندې خپلې خبرې په زور مني.

۱۵ــ ته پر ما شک کوې، ایا زه درته دورغ وایم یا هم پر ما دې باور نه کیږي:

که تاسو پر رښتیا ویونکي شک وکړئ، نو ستاسو پر وړاندې به یې چلند او غبرګون ډېر ارام او ستاسو لپاره قناعت کوونکی وي؛ خو بر عکس که مو پر یوه دروغجن شک وکه، نو ستاسو پر وړاندې یو دم عصباني کیږي او درته به ووایي: ته پر ما شک کوې؟، زه درته دروغجن ښکارم؟زه اوس تاته دروغ وایم؟

نو که خبرې مو تل رښتیا وي او هېڅکله مو په ځینو سختو حالتونو کې د ځان د خلاصون په موخه له دروغو استفاده نه وي کړې، نو بیا هېڅکله هم په خپلو خبرو کې دا ډول کلمې مه کاروئ او په لوی لاس نور دې ته مه اړ باسئ چې ستاسو په خبرو باندې باور له لاسه ورکړي.