۱۵ کډوال په یوه یخچال لرونکې لارۍ کې وموندل شول

دغه کډوال د سې شنبې په ماسپښین د انګلستان البرټ بارټلي فابریکې سره، چې مخکې د هیینز ملکیت وه نیول شوي دي.

ویل کېږي، چې دغه لارۍ کې له اسپانیا نه کارخونې ته کچالو لېږدول کېدل، چې دغه کډوالو په کې سفر کړی.

د کورنیو چارو وزارت چارواکو منلې، چې د لارۍ ډرېور یې کډوالو ته د سفر ممکنه اسانتیاوو چمتو کولو په تور نیولی دی.

بل لور ته د لارۍ اړوند شرکت ویلي، هغه مهال چې لارۍ د یکشنبې په ورځ له اسپانیا ووته، کلکه تړل شوې وه.

ایس سي، نومي شرکت مسئولینو ویلي خپلو ډرېورانو ته یې د لارو په اوږدو کې لاریو ته د کډوالو ختلو مخنیوي په موخه ځانګړې روزنه ورکړې.

د نارفوک سيمې پوليس وایې، دغه ۱۵ کسان چې د استوګنې اصلي هېوادونه یې لا تر اوسه نه دي څرګند، د کورنیو چارو وزارت چارواکو ته سپارل شوي دي.

د بریتانیا په پارلمان کې د نارفوک د سيمې استازي نورمن لم د انساني قاچاق مخنیوي لپاره د نړیوالو هڅو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د دغو هېوادونو سره باید مرستې وشي.