د کرکټ شل اوریزو نړیوالو لوبو په لړ کې به نن څلور لوبډلې؛ لومړی جنوبي افریقا او سرې لنکا، ورپسې انګلستان او نوي زیلانډ تر منځ تر سره شي.
دا لوبې د بنګله دیش په چټاګنګ ښار کې تر سره کیږي.
د دې لړۍ لومړۍ لوبه چې د پاکستان او هند تر منځ تیره ورځ تر سره شوه د هندوستان لوبدلې په بریا پای ته ورسیده.