د ترکيې رسنيو د دغه هېواد په سمندر کې د شاوخوا ۳۳ کډوالو چې افغانان هم په کې شامل دي د ډبېدو خبر ورکړی دی.
ويل شوي، د دغو کډوالو کښتۍ يونان ته پر لاره وې چې د ترکیې اوبو کې ډوبې شوې.
د ترکيې خبري رسنيو ویلي چې له دغو کسانو ۲۲ يې د یونان د لسبوس له ټاپو سره نږدې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دوغان په نوم رسنۍ زیاته کړې چې ۱۱ نور کسان په جلا پېښه کې د ترکيې جنوب کې د ديکيلي ښار سره نږدې ډوب شوي دي.