چهارشنبه , 15 مې 2024

۹۵،۵ کریمیایان روسیې پلوي دي.

د کریمیا چارواکو رسنیو ته په ډاګه کړې، چې په ټولپوښتنه کې پنځه نوي اعشاریه پنځه برخوال روسيې سره د دغې سیمې د یو ځای کیدو پلوي دي.

روسیې هم ددغې ټولپوښتنې د نیمایې شمیرل شویو رایو د نتیجې قانوني ګڼلي او ویلي یې دي چې روسیه یې درناوی کوي، خو پر اوکراین سربیره لویدیځ هیوادونه چې امریکا یې هم همنظرې ده، دا ټول پوښتنه غندلې او وایي چې دوی ته قانوني ارزښت نلري.

اروپایي کمیسون مشر خوزې مانوېل په یوه وینا کې ویلي چې اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران به د دوشنبې په ورځ د مسکو پر ضد د لا نورو اقداماتو پریکړه وکړي.

د کریمیا چارواکي غواړي نن مسکو ته لاړ شي او روسیې سره د کریمیا د یو ځای کیدو په اړه د راتوونکو پړاوونو خبرې وکړي.