افراسیاب خټک: داعش د طالبانو د پروژې نوی نوم دی

د عوامي نېشنل ګوند مشر افراسیاب خټک وايي تر هغه چې یوه جهادي پروژه موجوده وي او د پاکستان ځینې دولتي محافل د هغوی ملاتړ کوي، سخت دریځې ډلې به په بېلابېلو شکلونو کې لکه القاعده، طالبان یا داعش راپورته کېږي.

د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک وايي، د سخت دریځو ډلو ټپلو تفکر یو دی خو نومونه بدلوي او داعش د طالبانو د پروژې نوی نوم دی.

نوموړي دا خبرې له بې بې سي سره په مرکه کې کړې.

دا چې افغانستان کې اویایمې لسیزې کې مجاهدینو پاکستان کې وسلې ترلاسه کړې او د هغه مهال د دولت او روسانو پر وړاندې راپورته شول، تر هغوی وروسته طالبان د جهادي تنظیمونو پر ضد جګړه پیل کړه او اوس داعش نومې ډله د ټولو یادو ډلو او افغان دولت پر وړاندې جنګېږي، ښاغلی خټک دې ټولو ته د “جهادي پروژې ” نوم ورکوي.

د ده په آند د پښتنو له منځه وړل او پر دوی بریدونه تصادفي نه دي او د ترهګریزو بریدونو ترشا چې د ده په خبره د جهادي پروژې یوه برخه ده د پنجاب لاس دی.

د خټک په وینا، ختیځ افغانستان کې، اچین، نازیان او کوټ ولسوالیو کې چې داعش دی، اتیا سلنه یې د پاکستان له قبایلي سیمو تللي، چې ډيری یې د اورکزو، خیبر، مومندو او باجوړ خلک دي.