سوله هغه وخت راتلای شي، کله چې غږ او ادرس یو شي!

لیکوال: شمس الرحمن شمس

په هېواد کې د روانې جګړې د درېدو لپاره هر افغان غږ پورته کړی او په کراتو یې ویلي، چې له جګړې ستړي شوي دي.

یوه مهمه موضوع، چې د سولې خبرې یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي، هغه په سوله کې د یوه ادرس نه شتون دی او د یو غږ نه کېدل دي.

وګورئ د سولې لپاره له څو ادرسونو هڅې روانې دي دلته ورته لنډه کتنه کوو.

لومړی د افغانستان د سولې عالي شورا: دا شورا له څو کلونو په دې هڅه کې ده، چې طالبان سولې ته وهڅوي؛ خو د کلونو په تېرېدو تردې حده ورسېده، چې ولسونو یې د بندېدوغوښتونکي شول؛ خو د سولې عالي شورا مسؤلین بیا د خپلو لاسته راوړنو خبرې کوي، چې له دې لارې ډیری طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای کړي دي او جګړه یې پرې درولي ده.

خبره داده، چې په دې برخه کې هم د سولې عالي شورا کارونه خلکو ته د قناعت وړ نه دي او وایي، چې دوی په دې برخه کې نمایشي کارونه مخ ته وړي دي، حال دا چې ډېره زیاته بودیجه په دې برخه کې مصرف شوې ده.

بل ادرس د امریکا له لوري هڅې دي

افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ټاکلی او زلمي خلیلزاد په دې برخه تر دا مهاله شپږ سفرونه کړي دي، له طالبانو سره یې له نیږدي کتلي دي او اوس د اووم ځل لپاره یو وار بیا په سفر راوتلی او په دې برخه کې له پاکستان، افغاستان، برلین او ټاکل شوي له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم وویني له دې کتنو سربېره به په قطر کې له طالب پلاوي سره د اووم ځل لپاره خبرې وکړي او هیله یې څرګنده کړې، چې دا ځل خبرې به یې یوې پایلې ته ورسیږي.

بل لور ته طالبانو خپل شرط واضیح کړی او په کراتو کراتو يې ویلي، ترهغې چې بهرني ځواکونه په افغانستان حضور ولري، دوی به هېڅ ډول سولې ته حاضر نه شي.

افغان حکومت هم د سولې لپاره هڅې کوي؛ خو دا هڅې د ۱۷ کلونو لاسته راونو ته په کتو دي.

همدا راز حکومت وایي، کله هم چې د افغانستان د خلکو ۱۷ کلنۍ لاسته راوړنې له خطر سره مخ شي؛ نو هېڅ به سوله ونه کړي.

 

بل ادرس د افغان سیاستوالو له لوري هڅې روانې دي.

د روسیې پلازمېنه مسکو کې د طالب استازو او یو شمېر افغان سیاست والو ترمنځ دوه ناستې وکړي؛

خو دا ټولې ناستې یې له کومې مهمې پرېکړې پرته پای ته ورسېدې.

په دې ناستو کې دواړو خواوو پر اوربند، د عامو خلکو پر خوندي ساتلو، د بندیانو پراړوندو مسایلو، د بهرنیانو ځواکونو پروتلو او د ښځو پر حقونو بحث کړی و.

او بله هڅه په هېواد کې ولسي خلکو له منځه د سولې ولسي حرکت په نامه یوه ډله جنګ ځپلي خلک راپورته شوي او پلي مزل له هلمند څخه ترکابله او له کابله تر نورو ولایتونو ته ورسېدل.

ددې حرکت غړي وایي، د سولې لپاره راوتلي او غږ یې تر طالبانو هم رسېدلی.

دوی کور په کور ګرځي او د خپلو جنګ ځپلو افغانانو د دردونو کېسې کوي؛ ترڅو دا پېغام ټولو ته ورسوي، چې د جګړې دواړو خواوو ته افغانان وژل کېږي او نور باید دې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

ددې ټولو هڅو سره بیا هم سوله نه راځي، ولې دا هڅې پایلې نه ورکوي؟

لوی لامل د افغانانو ترمنځ بې اتفاقي او د سولې لپاره د یوه ادرس نه ملاتړ دی، چې دا خبرې یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

په دې هیله چې راتلونکي لپاره یو غږ او له یوه ادرسه د سولې خبرې مطرح شي!

د لوی افغانستان د نیکمرغۍ په هیله