اخر تر کومه او ولې؟

اخر تر کومه او ولې؟

لیکوال: شمس الرحمن شمس

تېره ورځ کاسټر کې ناست ملي اردو ته نوي تلونکي مسافر له ارمانونو سره ګور ته لاړل، غوربت او بې وسۍ هسې هم ستړي کړي وو.

د ټولو دې شهادت قبول شي، دا له درده ډکه کیسه غر نړولی شي؛ خو دا کیسه چاته باید وشي، څوک به د هغه کورنۍ حال وویني چې نازولي زامن یې شهیدان شول، هغوی به شپه څنګه تېره کړې وي، چې د خپلو بچیو وعدو ته یې اوښکې تویې کړي وي، افغانان په جګړه کې رالوی شول او زرګونه افغانان د دې جګړې له امله قرباني شول او لا هم دا لړۍ روانه ده.

د دوشنبې ورځ ماښام ته نېږدې وخت د ملي اردو جلب جذب یوه ډله په دې موخه کابل ته روانه شوه، چې د خپل هېواد لپاره خدمت وکړي، خپل افغانانو د ساتنې لپاره کار وکړي، شاید ډېرو له خپلې کورنۍ سره په خبرو و، چې دوې روان شول او له خپلې مور به یې هر یو د دعا غوښتنه کړې وي؛ خو شاید د مور دعا نیمګړې پاتې شوه، ځکه مور چې د خېر لپاره لاسونه لپه کول؛ نو یوې خونړي غږ یې دعا په یاالله خــــــــــــــیـــر بدله کړه او د چاودنې له غږ وروسته د مبایل غږ هم خاموشه شو او د تل لپاره یې د زوی غږ خپ شو.

دا ډېره سخته ده چې اوس هم افغانان د ژوند ساه اخلي؛ که وکتل شي نو د نړۍ غجن خلک افغانان دي، اخر ولي موږ له څلوېښتو کلونو را په دېخوا زوریږو، جګړه او جګړه!!

د جګړې په دې تورو شپو او بګنونکو ورځ کې هره ورځ ماشومان د نویو هیلو لپاره زده کړې کوي او ځینې اوس هم سخت کارونه پرمخ وړي، تېره ورځ یو راپور کې ویل شوي و، چې افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو بد هېواد ښودل شوی او اتلس کاله کیږي چې ماشومان په جګړه کې د خپل ماشومتوب عمر تېر کړ.

د نړۍ په هېڅ تاریخ کې به ددې جګړې بېلګه پیدا نه شي، نه پوهیږم نورو هېوادونو باندې هم دا ډول تورې ورځي راغلي؛ خو ډېر ژر یې بدلون کړی.

د باور وړ خبره خو داده چې نړۍ والي جګړو څخه وروسته اوس د نړۍ والي جکړې هغه نښه مخ په ورکېدو دي؛ خو افسوس دلته دا نړیواله جګړه نه خلاصېدونکي ده او ورځ تر بلې یې اور په ډېریدو دی.

که دا جګړه د افغانانو ده؛ نو ولې افغانان په خپلو روڼو او خویندو نه زوریږي.

د جګړې ښکېلې خواوې ادعا لري چې ملت ورته لومړیتوب لري؛ خو تر ټولو ډېره قرباني همدا ملت ورکوي.

کله به دا جګړه ختمیږي، کله به دا وطن نور ددې بدمرغې جګړې له بدې حملې څخه روغ ووځي.

افغانستان به مات کړئ؛ خو دا خلک نه تسلمېدونکي دي، یاد ساتۍ چې بیا به دا وطن په ډېرې سختۍ جوړ شي.

رب ته به ځو!

دا هر څه به ځواب هم غواړي، د یو انسان وژل د ټولې نړۍ وژل دي، د یوه انسان ژغورل د ټولې نړۍ ژغورل دي؛ ایا د قران دې ستر پیغام ته په ځواب کې څه لرئ، چې ولې تاسې انسانان ووژل؟