دجماع کولو او کوروالي آداب او اسلامی طریقه

لیکنه او ترتیب: مولوی نقیب الله منقاد

باید یادونه وکړم چې ددغه لیکنی یوسبب اوعامل داوو، چې زموږځوانه طبقه دغرب دحیواني اوکفری کلتور ښکار ګرزیدلې ده اودهغوې دوحشیانه اوحیوانی حرکاتو تقلید اوپیروي کوی ..زماڅخه ډیرځله داپوښتنه شویده چه بعض کسان  دخپلي کورولافرج په خوله باندې څټي اوهم دارنګه خپل ذکر (تناسلی)آله دښځې په خوله کې ورکوي! حال داچه دانسان دنر، اوښځي، دشرمګاه څخه راوتلي اوبه داسې سختي مرداري دي لکه وړې اوغټي بولي نوڅنګه یو تقوایداره مسلمان داکارته جرأت.کوي .

اوهغه حلاله نکاح چه الله وموږ ته دهغې په سبب ثواب اونیکی راکوي.په دغه کفري اعمالو سره هغه عمل دالله دقهر غضب اوګناه سبب ګرځی.خبره نوره نه اوږدوم …..اوپه اصل مقصد شروع کوم

 

دنبی صلی الله علیه وسلم څخه دجماع کولو اړوندپوره معلومات ذکر شویدی ، الإمام ابن القيم رحمه الله تعالى په خپل كتاب زاد المعاد کې لیکی:

(جماع کول دحفظ الصحة لپاره غټ سبب دی، اوورسره خوشحالی، اودانسان د نفساني خواهشاتو تنده ماتیږي،اوهغه مقاصد هم ورسره لاسته راځي کوم چې دجماع ،اصلي هدف اوغرض دی، جماع اوکوروالی په اصل کې درې لوی اصلي، مقاصد لري :

لمړی : دنسل ساتنه اوبقأهغه نسل چې الله، ج،ورته اشرف المخلوقات ویلي دی..

دویم : دبدن څخه هغه اوبه.اواضافی مواد.وتل کوم چې  پاته کېدل یې انسان ته اودهغه صحت ته ضررلري.

دریمه فائده : دنفساني خواهش پوره کول، خوند اولذت حاصلول،اودالله ددغه سترنعمت څخه ګټه پورته کول ..

بایدووایم چه په جنت کې دجماع کولو اصل غرض همدغه دریم اووروستنی دی ..ځکه هلته نه دنسل ضرورت شته. اونه هم دمرض خطره .. .

.

دجماع او واده کولو بله نفعه داده، چې سترګې به دحراموڅخه منعه شي، اونفس به دي قرار اوآرم شي، اوپاکدامني اود حراموحرکاتو څخه به خلاصی ومومې..

اوهمدارنګه نکاح کول دښځي لپاره دآبروعزت .پاک لمني اوحیا ساتلو سترعلت اوسبب دی. ځکه نو نبي صلى الله عليه وسلم د نکاح امرکاوه اونکاح کول یی دځان لپاره هم خوښول  ده مبارک فرمایلي دی :

ماته د دنیا په نعمتونو کې ښځې اوخوشبویی خوښ نعمتونه دی.

( حبب إلي من دنياكم : النساء والطيب )

رواه أحمد ۳/۱۲۸ والنسائي ۷/۶۱ وصححه الحاكم .

نبی صلى الله عليه وسلم :فرمایی ..ای ځوانانو په تاسي کې کوم کس چه دواده کولوتوان اوطاقت ولري .نونکاح دي وکړي.ځکه داکارد حراموڅخه ستاسوسترګې ساتي .اوفرج اوشرمګاه مودناروا استعمال څخه ساتي،

( يا معشر الشباب من استطاع منكم الباءة فليتزوج ، فإنه أغض للبصر وأحفظ للفرج ، ومن لم يستطع فعليه بالصوم فإنه له وجاء ) رواه البخاري ۹/۹۲ و مسلم ۱۴۰۰ ) .

یادونه د جماع کولو اونکاح لپاره داڅوخبري یاد ساتل ضروري دي:

۱) – پدغه کارکی صرف دالله درضانیت کول ، (۲)ددغه کارغرض به یی دخپل ځان.اوخپلي کوروالا بی بی دحرامو څخه مخنیوی اوساتنه وي..

۳- غرض.داسلامی امت ډیریدل ،اودالله جل جلاله دعبادت کونکو په شمیرکي زیادت راوستل اوداسلام شان اواوشوکت لوړول ځکه عزت اوقوت په ډیروالي دنفوسوراځي.

(۴)، دابه یی اراده.او.یقین وي چه پردغه حلاله نکاح.اوجماع کولو الله ماته اجراوثواب راکوی.که څه هم دی خپل نفساني خوشحالي اوخوند ځانته حاصلوي ،د أبي ذر رضي الله عنه.څخه روایت.دی.چه .رسول الله صلى الله عليه وسلم وویل :..چه ستاسو په عورت اوشرمګاه کي ..یعنی په جماع کولوکي،هم صدقه اونیکي سته.دوی وویل ای دالله،ج،رسوله.،ص،کله چه یوسړی دخپل خوند اوخوشحالی لپاره جماع کوي په کي هم صدقه ده.نبی علیه السلام وفرمایل که چیري دغه کس خپل دغه شهوة اوخوند په حرام ځای کي استعمال کړي آیاپرده ګناه سته؟

نوهمدارنګه چه کله یی په حلاله طریقه استعمال کړي. بیاده اجراوثواب ورکول کیږي..

وفي بُضع أحدكم صدقة

أي في جماعه لأهله – فقالوا : يا رسول الله أيأتي أحدنا شهوته ويكون له فيها أجر ؟ قال عليه الصلاة والسلام :

( أرأيتم لو وضعها في الحرام ، أكان عليه وزر ؟ فكذلك إذا وضعها في الحلال كان له أجر ) رواه مسلم ۷۲۰

.ملګرو دادالله لوی فضل اواحسان دی.چه موږ ته پرداسي کارونو هم ثواب راکوي ..الحمدلله علی الاسلام….

 

۵) – داچه دجماع مخکي دخپلي کوروالاسره نازکول بازی کول اومچول.ځکه رسول الله صلى الله عليه وسلم به د خپلوبی بی ګانوسره داسي کول.

۶)- چه کله جماع کوي دعورة ترلڅیدلو، مخکي به دادعا وایی..

(بسم الله اللهم جنبنا الشيطان وجنب الشيطان ما رزقتنا )

څکه رسول الله صلى الله عليه وسلم :فرمایی که څوک دادعأ ووایی ..کله چه الله پاک ددغه جماع څخه ده ته اولاد ورکړي..هغه به دشیطان له ضرره د ابد لپاره په امن وي چه دا ډیره لویه خبرده

(فإن قضى الله بينهما ولدا ، لم يضره الشيطان أبدا ) رواه البخاري ۹/۱۸۷ .

۷) – دښځي سره به دمخ په خواکي جماع کوي.هغه چه پرهره طریقه وي باک نکوي. خودشاپه طرف کې جماع کول. لواطت دي اوسخت حرام دی ..

الله تبارك و تعالى.فرمایی ستاسو ښځي.ستاسو کښت دي خپل کښت ته چه څنګه موخوښه وي ورته راشي! :

(نساؤكم حرث لكم فأتوا حرثكم أنى شئتم ) .کښت دامعنی چه اولاد دانسان لپاره داسي دی لکه د درختي میوه.. رسول الله صلى الله عليه وسلم :فرمایی..دمخ له خواهم اود شاه له خواهم صحیح دی خوجماع به صرف دمخ په خواکي وي…

(مقبلة ومدبرة إذا كان ذلك في الفرج ) رواه البخاري ۸/۱۵۴ ومسلم ۴/۱۵۶ .

 

۸) – داپه هیڅ صورت اوحالت کې جوازنلري. چه دښځي سره دشا په طرف کي کوروالی اوجماع وشی. ، الله عز وجل فرمایی :

( نساؤكم حرث لكم فأتوا حرثكم أنى شئتم )یعنی دکښت ځای ته ورشئ ، اودشاخوا خود حرث کښت ځای ندی .بلکه دفرث اومرداری ځای دی.نبي صلى الله عليه وسلم وایی ..پرهغه چالعنت دی چه خپلو ښځوته دمرداری له خوا یعني دشاه له خوا ورځي.

(ملعون من يأتي النساء في محاشِّهن : أي أدبارهن )

رواه ابن عدي ۲۱۱/۱ و صححه الألباني في آداب الزفاف ص۱۰۵ .

داځکه چه دشاه طرف ته کوروالی کول د سالم عقل اوصحیح طبیعت خلاف عمل دی  اوبل داچه په دغه کارسره دښځي لپاره آذیت اوتکلیف رامنځ ته کیږي.او دښځي لپاره دشهوت اوخوند نفی راځي.

 

۹)- کله چه یوکس وغواړي چه چه د خپلي کوروالاسره دوم ځلي جماع وکړي. نوهغه به اودس تازه کوي اواستنجا به وکړي.ځکه داکار په سړي کي شوق اومیلان زیاتوي.: ( إذا أتى أحدكم أهله ثم أراد أن يعود فليتوضأ بينهما وضوءا ، فإنه أنشط في العَوْد ) رواه مسلم ۱/۱۷۱ . همدارنګه د دوو جماعوترمنځ استجأوهل دمختلفومرضونومخنیوی کوي.البته باید ووایم چه داکار لازم واجب اوحتمی ندی. بلکه مستحب.اوښه کاردی.اوکچيري.داوداسه پرځای که یی غسل وکړی بیاډیر ښه دی. نبي صلى الله عليه وسلم ..یوه ورځ پرټولو.بی بی ګانوباندي وګرزی دی.دهري یوي دنزدیکت نه وروسته یی غسل وکړئ.کله چه دده مبارک نه پوښتنه وشوه چې ولي په یوغسل اکتفأ نه کوې ده وویل چه دا ښه صفا اوپاک عمل دی.

(هذا أزكى وأطيب وأطهر ) رواه أبو داود والنسائي ۷۹/۱ .

۱۰پرښځه اوخاوندباندي په دغوحالاتوکي غسل واجبیږي. کله چه د نارینه دذکر سردښځي وشرمګاه ته دننه شي داوخت کی پردواړو غسل واجبیږي فرق نلری مني ووځي اوکن .

اوبل داچه انزال یعني د مني وتل همغسي واجبوي که دجماع په دزیعه انزال راشي اوکه په بله طریقه وي:حدیث کي راځي” إنما الماء من الماء ” رواه مسلم رقم ۱/۲۶۹٫٫علمأ فرمایی چه غسل په یوه ددغودوو طریقو لازمیږي لمړی جماع کول اوبل دمنی وتل په شهوت اوخوند سره باید ووایوکچیري ،منی، دجریان په خاطر یاد یوبل تکلیف له وجی دخوند نه بغیرووزی. نوبیا غسل نه واجبیږی

۱۱- د نراوښځي لپاره داجائزدی چه په یوځای کي په ګډه غسل وکړي،.ځکه حضرت عائشه رضی الله عنها فرمایی چه ما اونبي صلى الله عليه وسلم به دیوه لوښي څخه غسل کاوه اوموږ دواړه جنبان وو رواه البخاري ومسلم .

۱۲ – پرکوم چاچه غسل واجب شي داورته جائز ده چه غسل سهارته وځنډوي اوسهارترلمانځه مخکي  دي غسل وکړي خوبیاهم ښه طریقه داده چه تر بدیدلو مخکي اودس وکړي .اوبیاویده شی.د جنابت په حال کي خوب خوراک اوویدل کیدل جوازلري. ځکه عمر رض،د نبي صلى الله عليه وسلم : څخه وپوښتل آیاسړی کولای شي چه دجنابت سره ویده شی .ده مبارک وفرمایل هو، که یی خوښه وه اودس دي وکړي.

(نعم ، ويتوضأ إن شاء ) رواه ابن حبان ۲۳۲ .

۱۳)- دحیض په حالت کې دښځي سره جماع کول منعه دی …ځکه الله، ج فرمایی چه تاسي ښځو ته دحیض، (یامیاشتنی عادت) په وخت کې، مه نزدې کیږئ.ترڅوچه پاکي شوي نه وي ( ويسلونك عن المحيض قل هو أذى فاعتزلوا النساء في المحيض ولا تقربوهن حتى يطهرن ) ، .

 

البته دفرج نه بغیر پرحائضه ښځه باندې نفعه اخیستل اوبازی کول اویوځای ورسره بیدیدل جواز لري. دحديث عائشة رضي الله عنها څخه حدیث نقل شویدی.(: كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يأمر إحدانا إذا كانت حائضا أن تتزر ثم يضاجعها زوجها ) متفق عليه.

۱۴) – دمیړه لپاره عزل روادی. البته داهغه وخت که ښځه راضي وه. ( عزل)دې ته وایی چه خپله نطفه یامني دښځي دفرج نه دباندی توې کړي. ددې لپاره چه ښځه حمل داره نشي. همدارنګه دحمل دمخنیوي دواګاني خوړل هم په شریعت کې منعه ندي اوکه چیري داسي وو چه دحمل څخه پیداشوی ماشوم اویایه مورته خطروو ،نوبیا لازم دی چه دحمل مخنیوی وکړي …..

اوکچیري دحمل څخه کوم خطرنه وو، نوبیا بهتره طریقه داده چه دحمل مخنیوی ونه کړي. ځکه په اولاد پیداکیدوکي هغه ټولي ګټي پره تي دي کوم چه موږ دنکاح اړوند په لمړي سر کي یادونه وکړه.

اوپه مخنیوي کي یه صرف یوه ګته ده چه دنفس اوشهوة آرامه ول دی .دعزل دجوازدلیل دا دی جابر بن عبد الله رضي الله عنه وایی چه موږ عزل کاوه نبی علیه السلام ته زموږ داخبره ورسید ه.خوهغه موږمنعه نکړو : كنا نعزل على عهد رسول الله صلى الله عليه وسلم فبلغ ذلك رسول الله صلى الله عليه وسلم فلم ينهنا . رواه البخاري ۹/۲۵۰ ومسلم ۴/۱۶۰ .

۱۵)- پر،نر،اوښځه دواړوباندي داکار حرام دي چه د خپل جماع اویوځای کیدو، حال وبل چاته ووایی. ځکه نبي صلى الله عليه وسلم :فرمایی چه دقیامت په ورځ بدترین، اوشریر،دخلګوهغه کس دی چه دخپل نزدیکت. اوجماع ،کولو پټ حالت اوراز.نوروته افشأکوي….

(إن من شر الناس منزلة عند الله يوم القيامة الرجل يفضي إلى امرأته وتفضي إليه ثم ينشر سرها ) رواه مسلم ۴/۱۵۷

۱۶) داچه جماع . به بربنډه. اولڅه سره نکوي ځکه حدیث شریف کي راځي چه تاسې،دحیوانانو په شان ځانونه.مه لوڅوئ.که څه هم تاڅوک نه ویني خودملائکواوالله، ج،څخه حیا پکارده. اود انساني کرامت اوشرافت ساتنه هم ده……

آخرکې دغسل طریقه په لنډه توګه ذکر کوم مسنونه طریقه داده چه لمړی بایداستنجاوکړئ بیا اودس وکړی

اوبیا پرراسته اوږه اوبیاپرچپه اوږه باندی اوریم وارپرسر درې ځلي .اوبه واچوي …

الله، ج، دي وکړي چه له ویلوڅخه یی خسته نشی. اوالله تعالی دي اول ماته اوبیا ټولو لوستونکوته. ددغه آدابو دمراعات اوساتني توفیق ورکړی ترڅوموږ یوایمانداره حیاداره اودفسق څخه پاکه ټولنه ولرو …….آمــــــــــیـــن.

وصلى الله على نبينا محمد .