ښه مطالعه څنګه وکړو؟

ژباړه: نعيم پرهېز

دا یوه له هغو پوښتنو څخه ده چې نن سبا يې زده کوونکي/ زدکړیالان له ځانه پوښتي، تر څو په ښه  ډول خپلو درسي مطالبو ته ځير وي او هم ښې او لوړې نُمرې ترلاسه کړي، په طبعي ډول هر زده کوونکی/ زدکړیال دې پوښتنې ته بېل بېل ځواب وايي.

 

یو شمېر زده کونکي/ زده کړیالان کله چې د شپې چوپتیا وي مطالعه کوي، یو شمېر له ملګرو سره او ځينې بیا سهار وختي کوم وخت چې دماغ ډېر اماده وي، له خوبه راپاڅيږي او په هماغه وخت کې مطالعه کوي…

ممکن تاسو هم یو له هغو څخه یاست چې نه یوازې یادې کړنلارې بلکې ډېرې نورې لارې چارې مو ازمويلي وي ؛ اما بیا مو هم له مطالعې څخه د خپلې خوښې پایله نه ده/ وي ترلاسه کړې.

دلته زموږ موخه دا نه ده چې تاسو ته د مطالعې بله کومه نوې او ځانګړې کړنلاره در وپېژنو، برعکس موخه مو دا ده چې تاسو ته داسې کړنلارې در زده کړو تر څو وکولای شئ له هغو څخه په ګټې اخستو سره خپلې ګټورې مطالعې ته پراختیا ورکړئ.

زدکړیالان د خپلو تحصیلي کلونو پر مهال ممکن له ځينو ځانګړو درسونو سره مینه او علاقه ولري او په همدې حال کې شاید له خپلو ځينو ځانګړو کتابونو سره علاقه ونلري، مثلاً: یو زده کوونکی/ زدکړیال له فزیک، ریاضي، تاریخ او کېميا سره مینه نلري، اما مساله دا ده چې په هر حال کې باید د لوړې تحصيلي رتبې د ترلاسه کولو لپاره د بریالیتوب نُمرې ترلاسه کړي.

زده کوونکی چې کله ښونځي ته راشي او مضمون يې نه وي خوښ یوازې خپل ساعت ته ګوري او هيله يې دا وي چې ژر وخت تېر شي؛ ممکن تاسو دا ډول تجربه ترسره کړي وي/ لرئ؛ اما پوښتنه دا ده چې په دې ستونزې برلاسه کېدو کومه بله لاره شتون لري او کنه؟

ټولګي ته تر تګ وړاندې مطالعه وکړئ.

د هرې ستونزې لپاره حللاره شتون لري؛ یوه له هغو حللارو څخه دا داه چې په مرسته يې خپل هغه درسونه چې تاسو ته په زړه پورې نه دي په ډېره مينه مطالعه کړئ؛ که تاسو په ټولګي کې شتون هم ونلرئ نو په دې سره تاسو کولای شئ کتاب ولولئ او د موضوع په اړه اړوند مواد راټول کړئ.

د مطالعې اهميت پرته له دې چې تاسو په ټولګي کې شتون ولرئ ( هغه که تاسو ته په زړه پورې وي یا نه وي) همدا دی چې هر څومره ستاسو پوهه او لومړني معلومات د درسي موضوع اړوند ډېر وي، د هغې موضوع په اړه په خپله په تاسو کې د مطالعې جذب پیدا کېږي.

شاید تاسو هم په دې اړه فکر کړی وي چې استادان او یا هغه کسان چې تاسو ته تدریس کوي ولې په دې ټينګار کوي چې ټولګي ته تر تلو وړاندې باید نوی درس یو ځل سر- سري لوستل شوی وي، دا ټينګار د لومړنیو معلوماتو د پیدا کولو لپاره دی.

د لومړنیو معلوماتو په لرلو سره په ټولګي کې ستاسو د زدکړې شوق و مینه او د حواسو تَمرکز نور هم زیاتېږي او بیان شوي مطالب ښه او په اسانۍ سره زده کولای شئ.

له ځانه پوښتنه وکړئ.

په لومړنۍ مطالعې سره ستاسو موخه د لومړنيو معلوماتو ترلاسه کول او د ساده او کمه حُجمه معلوماتو په اړه د ذهن پلټنه ده؛ اما بله لاره چې کولای شئ د معلوماتو د ډېرولو لپاره ترې ګټه واخلو/ واخلئ، د مطالعې پر مهال او له مطالعې وروسته له ځانه پوښتنه وکړئ او له کتاب سره مینه وکړئ.

یو شمېر زده کوونکي/ زدکړیالان چې ټلوېزیون ګوري او یا له ملګرو سره کيسې او خبرې کوي خوشاله وي، اما کله چې خبره د مطالعې/ کتاب کېږي جدي او بد اخلاقه شي.

د حافظې په ارواپوهنه کې ويل کېږي، هغه مطالب چې ډېر حيرانونکي وي تر ډېره په حافظه کې پاته کېږي او ژر په یاد راوړل کېږي، ځکه حيرانتیا د مطالعې د تَمرکز سبب ګرځي؛ د مثال په ډول له تاسو پوښتل کېږي، ایا هغه همسایه چې اتهه کاله وړاندې مو ليدلی وو په ياد مو دی؟ تاسو وایاست نه، له تاسو پوښتي هغه چې دوه زامن يې لرل؟ تاسو وایاست په یاد مې نه دی، هغه چې پلار يې جامې پلورلې؟ ستاسو بیا هم نه یادېږي، بیا له تاسو پوښتي هغه چې کور يې اور اخيستی وو/ وسوځېد، یو دم ستاسو ستاسو ذهن کې هر څه را ويښ شي، ځکه چې اور ډېر حيرانونکی دی، که څه هم اور په تاسو کې منفي حیرانتیا پیدا کړې وه، اما په هر حال حيرانونکی دی او همدا حيرانتیا د دې سبب شوه چې تاسو ته د اور هغه لمبې در يادوي.

له کتاب سره عاطفي او احساساتي اړيکه وساتئ؛ په همدې ډول تاسو کولای شئ چې خپل درسونه ښه او په اسانۍ سره زده کړئ؛ یوه له هغو اړينو لارو څخه چې تاسو يې د دې موخې لپاره وکاروئ، همدا ده چې له کتاب سره وخاندئ، همدا موضوع ستاسو له تَمرکز او مینې سره ډېره مرسته کوي.

هر څومره چې کولای شئ د کتاب سختو مطالبو ته مثبت حيرانونکی مفهوم ورکړئ او ويې لولئ؛ مثلاً که د کتاب یوه برخه (درسي یا غیر درسي) درته ډېره په زړه پورې وه په یوه څنډه کې يې وليکئ: (( څومره جالب وو)) که درته حيرانونکې وه د تعجب/ حیرانتیا نښې وکاروئ، یا که د پوښتنې را ولاړونکې موضوع وه د پوښتنې نښه وکاروئ، یو فعال زده کوونکی/ زدکړیال په دې ډول کولای شي له کتاب یا مطالعې سره ښکېل شي او خپل عقاید او عواطف په لیکلو سره وښيي.

تاسو په پوښتنو سره کولای شئ خپل ذهن ته موخې وټاکئ، هغه غلطيانې چې زده کونکي يې په ورځني ډول تکراروي، دا دي چې هغوی په معمولي ډول هغه پوښتنې چې په ذهن کې يې دي له ځانه پوښتي؛ مثلا ابو علي سینا په کومه نېټه زېږېدلی؟ نړیواله جګړه په کومه نېټه پيل شوه؟ تر دې وړاندېنۍ پوښتنې چې تاسو يې له ځانه پوښتۍ دومره ارزښت نلري، اما د خپلو مالوماتو د ډېرولو لپاره باید تاسو تر ډېره له بنسټيزو، تحليلي او ګډو/ ترکيبي پوښتنو ګټه واخلئ.

بنسټيزې پوښتنې د پوښتنو تر ټولو په زړه پورې ډول دی، لکه څنګه چې له نوم څخه يې معلومېږي، غواړي چې علمي او پوهنيزو مطالبو ته له ورځنيو مسایلو سره تړاو ورکړي او هغوی په عمل کې وسنجوي، لکه، هڅونه، پرته له ځنډه، له یوې ښې کړنې وروسته، د ماشوم د مثبت شخصيت په رامنځته کولو څه رول لري؟ تحليلي پوښتنې هغه پوښتنې دي چې په هغو کې مطالعه کوونکی د یو شخص منطقي ګامونه یا د یوه شي یا وضعیت بدلون له پیل څخه تر پایه بررسي کوي.

مثلاً مشهوره ارواپوه انتوني رايبینز څنګه د ټولو ناکامیو سره خپل ژوند بدل کړ؟

ترکيبي/ ګډې پوښتنې هغه دي چې تر تحليلي پوښتنو قوي دي او د تخليقي پوښتنو په توګه پېژندل کېږي، په دې پوښتنو سره تاسو کولای شئ نوي معلومات، څرګندونې، او نظریې سره یوځای کړئ او پوښتنې ترې وپوښتئ؛ په یاد ولرئ چې دا پوښتنې د لوستونکي لخوا پوښتل کېږي او ځوابېږي، نو څومره چې پوښتنې قوي کېږي، په هماغه اندازه تمرکز او علاقه/ مینه هم ډېرېږي، یوازې په کتاب کې پوښتنو ته ځواب مه ورکوئ، هڅه وکړئ له خپل ځان څخه په ترتيب سره ډېرې پوښتنې وکړئ، ځکه چې تاسو د دوی له ځوابولو سره ډېره مينه لرئ.

په ټولګي کې نوټ واخلئ.

استادان د تحصيلي کال په اوږدو کې بار بار زده کوونکو/ زدکړیالانو ته وايي چې دوی باید په ټولګي کې ښه او فعال اورېدونکي وي، اما د دې خبرې مانا څه ده؟ یعنې څنګه باید واوسو؟ فعال اورېدونکی کومې او څه ډول ځانګړنې لري؟

د دې لپاره چې تاسو ښه او فعال اورېدونکي واوسئ بهترینه او ګټوره لاره يې دا ده چې نوټ واخلئ، که غواړئ چې یو بریالی زده کونکی واوسې، حتماً باید د ویناوال یا استاد له خبرو څخه نوټ واخلئ، په بریالي نوټ کې هېڅکله باید جمله په کامل ډول نوټ نه شي، بلکې مهم ټکي باید مختصر او په اشاروي ډول نوټ شي.

د دې لپاره باید له مهمو کليدې لغاتونو څخه ګټه واخلئ، ځکه چې کليدي لغاتونه د ټولې جملې مانا درته وړاندې کوي، ممکن تاسو ته مو استاد اجازه نه درکوي چې نوټ واخلئ، حقیقت دا دی چې ستاسو ښونکی سهي کار کوي، ځکه زدکونکي په سنتي ډول د استاد ټولې خبرې نوټ کوي، او د استاد له خبر د یوې جملې لیکل تاسو د بلې جملې له درک او غوږ نیولو څخه باسي، ولې په هغه صورت کې چې یوازې مهم ټکي په خلاصه ډول نوټ کړئ، کولای شئ په همدې حالت کې د استاد تدريس نوټ کړئ او د راتلونکي درس څخه هم نه پاتې کېږئ.

شاید تاسو فکر وکړئ چې دا ډول مطالعه ستاسو له سنتي مطالعې څخه ډېر وخت نيسي، اما ځير شئ چې په دې محاسبې له تاسو وخت تېرېږي او بې ګټې او غیر متمرکزه مطالعه مو نه ده حساب کړې، تاسو د مطالعې په سنتي طريقې سره د بیلابیلو مېلو په حوس سره ډېر وخت له لاسه ورکوئ، اما په یادو شويو مواردو باندې په عمل سره هم د وخت له تیرېدو څخه مخنیوی کوئ او هم لحظه په لحظه په ډېر تَمرکز سره مطالعه کوئ او په ډېر اسانۍ او ښه ډول سره يې زده کولای او یادولای شئ.