باور:ځوانان باید د خپل راتلونکي د جوړولو لپاره سره متحد شي

په خوست کې د ځوانانو شبکي مسوول وایي، چې ځوانان په بیلابیلو برخو کې مهم رول لري، او د نظام د بقاء لپاره باید سره یو شي.

دا چې خوستي ځوانان په کوم حد کې دي او په ټولنه کې د ځوانانو شتون څومره مهم دی او په خوست کې دولت د ځوانانو لپاره څومره کارکړی؟

په همدې اړه په خوست کې زمونږ همکار فیض الله فیضي د خوست د ځوانانو د شبکې له مسؤل عبدالله باور سره خبرې کړي او په سر کې یې په ټولنه کې د ځوانانو د رول په اړه ترې پوښتلي.