500 کلن پخوانی کتاب ولې بل ګیټس په 30.8 میلیون ډالر واخيسته، اخر داسې څه وو پکې؟

په عمومي توګه ویل کیږي چې هنرمندان او ساینس پوهان د یو بل سره په ټکر کې وي. یو د جذباتو خبرې کوي او بل د دلیل خبرې کوي، خو لیونارډو دا وینسي یو داسې شخصیت وو چې ساینس او هنر یې دومره سره تړلي وو چې تر ننه پورې څوک نه دی توانیدلی چې مشخص کړي چې ایا هغه یو هنرمند وو که یا ساینس پوه؟. نړۍ د هغه د نقاشۍ شاهکارونو په اړه ښه پوهیږي، خو هغه د ساینس په اړه کتابونه هم لیکلي دي، چې یو یې د “کوډیکس لایسیسټر” دی، کوم چې د “کوډیکس هامر” په نامه هم پیژندل کیږي، او دا په نړۍ کې په ترټولو ګران بیه خرڅ شویو کتابونو کې دوهم غوره کتاب دی.

د ویکیپیډیا په وینا د لیونارډو دا وینسي دا کتاب د توماس کک په نامه ونومول شو او وروسته د دې کریډیټ ارل اف لیسیسټر ته هم ورکړل شو، کوم چې دا کتاب په 1791 کې واخیستو. وروسته بیا په 11 نومبر 1994 کې دا کتاب د مایکروسافټ بنسټ ایښودونکی بل ګیټس لخوا په 30.8 میلیون او دوه نیم زره ډالر واخيستل شو. که دا نرخ د 2019 کال د اسعارو نرخ سره پرتله کړو، نو له 50.3 میلیونه ډالرو څخه یې هم نرخ لوړيږي.

کوډیکس هامر یوازې 72 پاڼې لرونکی کتاب دی، چې د څرمنې پوښ لري. د دې کتاب د پاڼې اندازه 29×22 سانتي متره ده.

پدې کتاب کې لیونارډو دا وینسي د ستورپېژندنې په اړه خپل نظریات څرګند کړي دي. همدارنګه د اوبو، ډبرو، باد، هوا، فلکیاتي روښنایي او د فوسیل ملکیتونه هم پکې بیان شوي دي. کتاب دا تشریح کوي چې څنګه په غرونو کې د سمندري ژوند فوسیلونه موندل کیږي. پدې اړه لیونارډو وايي چې غرونه ملیونونه کاله دمخه د سمندر بستره وه.  بیا ورو ورو دوی راپورته شول او غرونه ترې جوړ شول او د سمندري ژوند فوسیلونه چې په هغه وختونو کې په دوی کې وو نن په غرونو کې کشف کیږي.

د اوبو حرکت د دې کتاب اصلي موضوع ده. د دې موضوع لاندې لیونارډو په سیندونو کې د اوبو جریان تشریح کوي. او وایي چې کوم کوم خنډونه د اوبو جریان اغیزمن کوي.  د کتاب په دې برخه کې لیونارډو په سیندونو باندې د پلونو جوړول او د سیندونو پرې کولو څرنګوالی په اړه هم څرګندونې کوي. د ستور پیژندنې په څپرکي کې لیونارډو د سپوږمۍ د روښنایي په اړه خبرې کوي او وايي چې هغه فکر کوي د سپوږمۍ سطحه په اوبو پوښل شوې ده، له همدې امله د لمر رڼا د سپوږمۍ له سطحې څخه منعکس کیږي او په ځمکه رالویږي، او موږ ته سپوږمۍ روښانه ښکاري.

بل ګیټس د دې کتاب پیرودلو وروسته د هغه پاڼې سکین کړې او ډیجیټل عکس فایلونه یې ترې جوړ کړل چې وروسته بیا د کمپیوټر سکرین سیورونو او وال پیپرونو په توګه وینډوز 98 او نورو وینډوګانږ ته ور اضافه شول. د دې ډیجیټل عکس فایلونو پراخه CD-ROM نسخه په 1997 کې خپره شوه. بیا د کتاب پوښ ماتولو سره یې د هغه پاڼې په جلا جلا شیشو پوښونو کې ځای پر ځای کړې او په بیلابیلو هیوادونو کې یې نندارې ته کیښود.