ـ لیکنه : شکرالله پاڅون د ولسمشر لومړني اقدامات او د ولس مسوولیت

د ولسمشر لومړني اقدامات او د ولس مسوولیت
لیکنه : شکرالله پاڅون
ولسمشرډ‌اکتر محمد اشرف غني احمدزي د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال له ولس سره د نورو ژمنو ترڅنګ دا ژمنې هم کړې وې ، چې اصلاحات به راولي ، د ستونزو لمنځه وړلو هڅې به کوي او د فساد مخه به نیسي .
ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې له ولس سره د کمپاینیزو منډو ترړو پرمهال کړې ژمنې یوځل بیا په خپله تګلاره کې روښانه کړې .
ولسمشر په پارلمان غږ وکړ چې له وزیرانو سره دې شخصي ملاقاتونه نه کوي او هم دې د تقرر په چارو کې مداخله نه کوي ، په خاصه توګه دامنیتي سکتور په تقرر کې .
ولسمشر ولې دغه خبره وکړه : ولسمشر د کمپاینونه پرمهال له خلکو سره له نږدې ولیدل ، له خلکو یې دهغوی ستونزې واورېدې ، خلکو ورته ویلي وو چې په اداراتو کې فساد او دامنیت د خرابوالي یو ستر لامل داهم دی چې اکثره ټیټ پوړي چارواکي او امنیتي مسوولین د پارلمان د وکیلانو په واسطه مقرر شوي ، لوړ مقامات یې د پارلمان له لورې د استحضاء کولو له وېرې ، د لرې کولو جراات نه کوي . ولسمشر له خلکو سره کړې ژمنه عملي کړه ، پر پارلمان یې غږ وکړ چې نور دې د تقرر په چارو کې لا سوهنه نه کوي ، په تېره بیا د امنیتي ارګانونو د مسوولینو په تقرر کې .
همدارنګه یوشمېر رئیسان او نور چارواکي له دې امله هم د پارلمان د وکیلانو پر وړاندې بې جرائته وو چې که د وکیل خبره ونه مني نو سبا له دې امله له دندې ګوښه کېږي ، چې وزیر هر ساعت کولی شي له وزیر سره وګوري او ددې د برطرفه کېدو ورته ووايي . همدا لامل دی چې د اداراتو چارې ورځ تر بلې خرابېدې او فساد اوج ته ورسېدو .
ولسمشر د خلکو د ستونزې په پام کې نیولو سره د پارلمان پر وکیلانو غږ وکړ چې له وزیرانو سره له شخصي ملاقاتونو ډډه وکړي .
د ولسمشر دې ګام د پارلمان هغه وکیلان چې په ږیره کې یې خس وه ، په غوصه کړل او د ولسمشر دغه کار چې د ولس غوښتنه ده ، ناسم یې وباله .
بهانه یې دا وکړه چې دوی د موکلینو د ستونزو حل لپاره اړ دي چې له وزیرانو سره وګوري .
ښاغلی وکیل صیب ! ته که د موکل په ستونزو پسې ګرځې ، پارلمان خو د ولس د غږ پورته کولو مرجع ده ، همدلته یې ولې نه پورته کوې ، همدلته ولې وزیر نه راغواړې ، که ستونزه دومره وي چې د وزیر د راغوښتو نه وي ، نو ولې یې د پارلمان له لارې په لېکلې بڼه نه ور استوې . له ډې معلومېږي چې د کاسې لاندې نیم کاسه ده .
ولسونه له فساده تر پوزې راغله ، افغانستان هم د نړۍ د مفسدو هېوادونو په سر کې راغی ، ولسمشر له ولسونو سره ژمنه کړې وه چې د فساد مخه به نیسي ، ولس سره اندېښنه وه چې ولسمشر به په وړو فسادونو پسې وګرځي او شوي لوی فسادونه به لکه تېر ولسمشر هسې په هغې دغې تېر شاته پرېږدي . خو ولسمشر له خلکو سره د کړې ژمنې د افغانستان د بدناموونکې قضیې چې د کابل بانک وه ، د څېړلو امر وکړ ، دا نو تر ټولو ستره د فساد قضیه ده ، ددغې قضیې د څېړنې په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي فرمان په ولسونو کې ساه وچلولو او مطمئن شول چې ولسمشر رښتیا هم دفساد سره مبارزه کوي .
ولسمشر اشرف غني احمدزي د یوه فرمان له مخې، له سترې محکمې او لویې څارنوالۍ د کابل بانک د غلا شویو شتمنیو د ستنولو او ددې قضیې د بیا پرانېستلو امر وکړ .
د راپورونو له مخې دغه قضیه له تېر یوه کال راهیسې د کابل استیناف محکمه کې پرته ده.
په فرمان کې له سترې محکمې غوښتل شوي، چې په یوه نیمه میاشت کې د څارنوال له لوري د تورنو او د پیسو د مینځلو قضیه په دقیقه توګه وڅېړي او خپله پرېکړه وکړي. په دې برخه کې لویې څارنوالۍ ته امر شوی، چې د کابل بانک په مالي کړکېچ کې ټول تورن کسان او شریکان تر عدلي تعقیب لاندې ونیسي، او پنځلسو ورځو کې یې په محکمه کې پر وړاندې دعوه وکړي او په دې قضیه کې تورن کسان تر درېو ورځو پورې ونیسي او د درېو محکمو تر پرېکړو پورې یې وساتي.
همدارنګه له کورنیو چارو وزارت هم غوښتل شوي، چې له لویې څارنوالۍ او نورو اړوندو ادارو سره د کابل بانک د پورونو د ورکړې په تړاو د دغه بانک د تصفیې له مدیریت سره همکاري وکړي او له لویې څارنوالۍ، مالیې وزارت، بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان بانک نه غوښتل شوي، چې تر لسو ورځو پورې د کابل بانک د هغو غلا شویو پیسو په ستنولو کې له دیپلوماتیکو لارو همکاري وکړي، چې بهر ته لېږږدول شوې دي.
د بي بي سي د راپور له مخې د مخکني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی او د مخکني ولسمشر د لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم ورور حسین فهیم ددغه بانک په مالي فساد کې په لاس لرلو تورن شوي او همدارنګه یو شمېر نور تورن له هېواده بهر دي .
د بي بي سي په راپورکې راغلي ((د کابل بانک د فساد دوسیه دوه کاله مخکې هغه وخت ته ورګرځي، چې د بانک اصلي شریکانو په دې بانک کې د خلکو له ساتل شویو پیسو د پور په بڼه پیسې وایستلې. دغه پیسې په دوبۍ کې پر شتمنیو او پانګونې ولګول شوې، خو کله چې دوبۍ هم د نړیوال مالي کړکېچ پرمهال له مالي مخ ځوړ حالت سره مخامخ شوه، افغانستان کې دا اندېښنه پیدا شوه، چې پر دغې پانګونې لګول شوې پیسې شاید دوبۍ کې ورکې شي.دغو ګنګوسو خلک ووېرول، همدا وو چې پر کابل بانک د خلکو د پیسو رایستلو وار نه کېده، چې په پایله کې بانک هومره پیسې نه لرلې، چې خلکو ته یې ورکړي.په دې لړ ک د شاوخوا ۹۰۰ میلیون ډالرو پیسو د ضایع کېدو بحثونه راپورته شول، خو حکومت د دغه بانک د بېرته پر پښو درولو لپاره ډېرې پیسې ورکړې، او د بانک مدیریت حکومت پخپل لاس کې واخیست.))
ولسمشر خو فرمان صادر کړ ، اوس سترې محکمې او لویې څارنوالۍ ته په کار دي چې دغه قضیه لکه څنګه چې لازمه ده هماغسې وڅېړي ، چې په راتلونکي هیڅوک دا فکر ونه کړي چې که دوی فساد وکړي ، نو څوک به ترې پوښتنه وکړي . دا وطن د پوښتنی خلک لري ، نن د پوښتنې یو سالار پیدا شو .
اوس ولس ته په کار ده چې د ولسمشر ددغو اقداماتو ملاتړ وکړي ، لایې ملا ور وتړي ، او ولسمشر لا دې ته مجبوره کړي ، چې دا ګام یې لومړی او اخرنی نه شي ، بلکې دغه لړۍ جاري وساتي ، د هغو مظلومانو چې تر اوسه یې په هېواد کې د زور واکۍ او ټوپک واکۍ له امله غږ نه دی اورېدل شوی ، غږ یې واورېدل شي . دافغانستان نوم د نړۍ د فساد د لومړۍ لیکې له هېوادونو وباسي .
او نړۍ ته دا وښودل شي چې افغانستان کې هم قانون پر هر چا پلی کېدی شي