سه شنبه , 30 اپریل 2024

منظور پښتین: پاکستان دې د طالبانو مرکزونه بند کړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین یوې پراخې غونډې ته ویلي؛ که پاکستان په لوی افغانستان کې سوله غواړي د میرانشاه په ګډون په ټوله پښتونخواه کې د طالبانو کورونه، د فترونه او روزنیز مرکزونه دې بند کړي.

نوموړی وایي په افغانستان کې سوله له افغان حکومت پرته ناشونې ده.

دې غونډې ته زرګونو پښتانه راغلی وو او پر پنجاب یې یو وار بیا غږ وکړ چې د پښتون وژنې پروژې دې ودروي.