د امریکا دفاع وزارت چارواکي وايي، غواړي د اوکراین د پوځ د ظرفیت لوړولو لپاره له دغه هېواد سره دوه سوه او پنځوس میلیونه ډالره مرسته وکړي.
پنټا ګون د یوې خپر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا پیسي به د اوکراین د سمندري او ځمکنیو ځواکونو د پیاوړتیا او روزنې پاره د پوځي تجهیزاتو د مرستې له لارې ولګول شي.
د امریکا په دې مرستو کې راکټ ویشتونکي، د توغندي ضد رادارونه او د شپې له خوا د لیدلو وسایل شامل دي.
له دې سره د ۲۰۱۴ میلادي کال راهېسې له اوکراین سره د امریکا د پوځي مرستو اندازه یو نیم میلیارده ډالرو ته رسېږي.