چارواکي وايي، د پچیراګام په ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې د داعش د وسله والې ډلې دوه پاکستاني غړي وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې د جیټ الوتکې دا برید پرون سې شنبه غرمه مهال په تنګي سیمه کې شوی.
د داعش د وژل شویو غړو په اړه همدومره ویل شوي چې پاکستاني اتباع دي، خو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.